د سیمې قهر او غوسه مه آزمایئ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د برطانیې د بهرنیو چارو له وزیر سره خپلې کتنې ته د اشارې ترڅنګ، په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو متن خپور کړ او ویلي چې په دې لیدنه کې هغه ته په روښانه توګه وویل شول چې د جنګ دوام د حل لاره نه ده او د سیمې غوسه او قهر مه آزمایئ.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پر یمن باندې د امریکې او برطانیې پوځي حملې او په عراق او سوریې باندې د امریکې تیری په کلکه وغانده.
"امیر عبداللهیان" زیاته کړه چې ایران د عراق، سوریې، یمن او فلسطین (د غزې او لوېدیځې غاړې په ګډون) امنیت د سیمې امنیت ګڼي.
له دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر د میاشتې په ۳۱ نېټه د برطانیې د بهرنیو چارو له وزیر«ډیویډ کامرون» سره په ټلفوني خبرو کې څرګنده کړې وه: د فلسطین کړکېچ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د میاشتې د اوومې نېټې د پیښو له امله نه دی، بلکې د اسرائيلي رژيم ۷۵ کلن اشغال، د فلسطينيانو پر اساسي حقونو د دوی پرله پسې سرغړونو، په فلسطين کې د جنګي جنايتونو رامنځته کولو او د دغه مظلوم ملت د نسل وژنې پوري اړه لري، که څه هم په دې مسايلو کې د بريتانيا رول څرګند دی.
امریکا او برتانیې په وروستیو اونیو کې څو ځلې پر یمن بریدونه کړي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې د یمن پوځ په غزې تړانګې کې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه په ملاتړ کې، په تیرو اونیو کې د صهیونیسټانو څو بیړۍ یا هغه کښتۍ چې په سور سمندرګي او باب المندب تنګي کې د نیواک شویو سیمو په لور تللې وې په نښه کړل.