ایران: بهرنیو ښاریزو ته د سمارټ کارډ ورکړه پیل شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i146552-ایران_بهرنیو_ښاریزو_ته_د_سمارټ_کارډ_ورکړه_پیل_شوې_ده
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د کابینې د غونډې ترڅنګ وویل چې په ایران کښې د بهرنیو ښاریزو لپاره سمارټ کارډ جوړ شوی او اوس ویشل کیږي.
(last modified 2024-02-21T21:20:12+00:00 )
Feb 22, 2024 01:48 Asia/Kabul
  • ایران: بهرنیو ښاریزو ته د سمارټ کارډ ورکړه پیل شوې ده

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د کابینې د غونډې ترڅنګ وویل چې په ایران کښې د بهرنیو ښاریزو لپاره سمارټ کارډ جوړ شوی او اوس ویشل کیږي.

د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، احمد وحیدي پرون د کابینې د غونډې په خوا کښې وویل: د اتباعو لپاره سمارټ کارډ جوړ شوی او ویش یې روان دی او ورو ورو به نور کارډونه هم جوړ شي.

هغه زیاته کړه: ناقانونه اتباع باید خپلو هیوادونو ته ستانه شي او پاتې باید په یو پروګرام سره تنظیم شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: د مهاجرت د قوانینو د بلدون لپاره یوه لایحه چې زیاتره له ناقانونه کسانو سره د مخامخیدو په طریقې پورې اړونده ده، په پارلیمان کښې څیړله کیږي.

داخله وزیر په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې چې د کورونو ساعتي مجوز قانوني دی که نه؟ وویل: یاد مې نه شي چې چا «د کور د ساعتي کراې» مجوز صادر کړی وي.

د هېواد د امنيت شورا رييس همداشان د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې د ګازو د لېږدونې په نل ليکه کې د تېرې اونۍ د چاودنې او د پېښې د لاملونو په اړه کره شواهد ترلاسه شوي او که نه، وويل: کشفي ارګانونه دغه موضوع تعقيبوي.

وحيدي وويل: انشاالله چې خلک به د کب په يوولسمه نېټه د رايې ورکولو مرکزونو ته په ورتګ او په رايه ورکولو سره خپل با ارزښته انتخاب ته لاره هواره کړي او بدلون راولي.