Feb 28, 2024 04:55 Asia/Kabul
  • امریکا باید ریاکارۍ پاې ته ورسوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې امریکا باید له ریاکارۍ لاس واخلي وویل : واشنګټن نشي کولای له یوې خوا د جنګ د کمولو خبره وکړي او له بلې خوا په سور سمندر او د لویدیځې اسیا په نورو مهمو او حساسو سیمو کښې د امنیت غوښتنه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د سویزرلینډ په جینیوا ښار کښې د خبریالانو په ټول کښې وویل امنیت له یوبل سره اخښل شوي مقوله ده او  جلا کیدونکي نه ده او په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم د نسل کشۍ او د جنایتونو بندول  کولای شي په سیمه کښې په امنیت او ارامښت باندې مثبته پایله او اغیز ولري.

هغه د مصر له خارجه وزیر« سامح شکري » سره د کتنې د جزیاتو په هکله هم وویل موافقه وشوه چې دواړه هیوادونه طبیعي حالت ته د مصر او د ایران د اړیکو د بیرته ستنیدا په لاره کښې عملي ګامونه پیل کړي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه چې ما د مصر له خارجه وزیر سره فلسطین ته د ایران د مرستو د استولو د څرنګوالي ، انساني مسائیلو ته د توجه کولو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د اوسنۍ نسل کشۍ او د جنګ د بندیدا په هکله د نظر تبادله کړي ده.

 

ټیګونه