Mar 01, 2024 06:40 Asia/Kabul
  • په ټاکنو کې ګډون د هېواد د امنیت ضامن دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په ټاکنو کې د خلکو ګډون به د ایران د امنیت او د وسله والو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ضمانت وي.

د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې ټاکنې او د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د شپږمې دورې انتخابات به نن د مارچ په لومړۍ نېټه ( د کب په ۱۱مې) په ټول اسلامي ایران کې په یوه وخت ترسره شي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، سید ابراهیم رئیسي، د پنجنشنبې په شپه د ایران د اسلامي جمهوریت د هوايي ځواک د قوماندانانو د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې، د ایران د وسله والو ځواکونو بې سارې ځانګړنو په یادونې سره څرګنده کړه: لکه څنګه چې د وسله والو ځواکونو ځواکمنتیا، وړتیا او زړورتیا د ایران د حاکمیت او ثبات لامل کېږي، همدا ډول په بېلابېلو برخو په تېره بیا په ټاکنو کې د خلکو ګډون، د هېواد د امنیت او د وسله والو ځواکونو د ټینګ ملاتړ ضامن دی.

رئيسي همداراز د نويو او پرمختللو دفاعي او يرغليزو وسايلو لکه د رادار سيسټم، ډرون او ميزايلو سيسټمونو په جوړولو کې د ايران د اسلامي جمهوريت د هوايي ځواک پر ځان بسياتوب د ايران د ځان د باور څرګندونه وبلله او د هېواد د دفاعي برخې د پياوړتيا لپاره د لازمو امکاناتو او منابعو په برابرولو کې د دولت پر هلوځلو په ټينګار سره وويل: د دفاعي برخې د پياوړتيا لپاره هر ډول اقدام، د امنيت او د دښمن پر وړاندې د مبارزې لپاره پانګه ده.

ټیګونه