د ایران په اسلامي شورا کښې د دیني لږکیو استازي څوک دي؟
زمونږ خبریال راپور راکړی په ایران کښې دیني لږکیو د روانې مارچ میاشتې په لومړۍ نیټه له نورو هیوادوالو سره یوځاې په انتخاباتو کښې خپلې رایې واچولې او د دولسم پړاو د پارلمان لپاره بې خپل استازي انتخاب کړل.
د ایران د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کښې په هیواد کښې موجود دیني لږکي د نورو کسانو په شان د قانون په محدوده کښې محترم دي ، دوې د خپلو دیني مراسمو په ترسره کولو کښې ازاد دي او په شخصیه احوالو کښې له خپل دین سره سم د عمل کولو اجازه لري.
د ایران د اساسي قانون د څلورشپیتم اصل پراساس هر یو رسمي دیني لږکی کولای شي په پارلمان کښې استازی ولري.
د ایران دیني اقلیتونو د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه انتخاباتو کښې د یولسم پړاو د پارلمان په نسبت په لږ شان بدلون سره د دولسم پارلمان لپاره خپل استازي انتخاب کړل.
د ایران په یولسم پارلمان کښې «ارا شاوردیان» د شمال د ارمني مسیحیانو نمایندګۍ پرغاړه لرله چې په دولسم پارلمان کښې یې هم د کابو اتیا فیصده رایو په ګټلو سره په دولسم پارلمان کښې د ایران د شمال د ارمني مسیحیانو د استازي په توګه انتخاب شو.
دغه راز« روبرټ بیګلریان» د ایران په یولسم پارلمان کښې د ایران د جنوب د ارمنیانو نمایندګۍ پرغاړه لرله خو په دغه پړاو کښې« ګقارد منصوریان» په دولسم پارلمان کښې د جنوب د ارمنیانو د استازي په توګه انتخاب شو.
«شارلي انویه تکیه» چې د ایران د اشوریانو او د کلدانیانو نمایندګۍ یې پرغاړه لرله د دولسم پارلمان په انتخاباتو کښې هم وتوانید کابو نوي فیصده رایې وګټي.
د ایران کلیمیانو هم یوځل بیا په یولسم پارلمان کښې خپل استازی« همایون سامه یح» د دولسم پارلمان لپاره انتخاب کړ.
په یولسم پارلمان کښې د ایران د زرتشتیانو د ټولنې نمایندګۍ «اسفندیار اختیاري» پرغاړه درلودله خو دا ځل میرمن «بهشید برخوردار» په دولسم پارلمان کښې د زرتشتیانو د استازي په توګه انتخاب شوه.