د اسیا پارالمپیک کمیټۍ د ایران د میرمنو درنښت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147436-د_اسیا_پارالمپیک_کمیټۍ_د_ایران_د_میرمنو_درنښت_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسیا د پارالمپیک کمیټۍ د ایران د دوو میډال ګټونکو میرمنو د عکسونو په خپرولو سره د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسیايي هیوادونو د ورزشکاره ښځو قدرونه وکړه.
(last modified 2024-03-10T06:52:43+00:00 )
Mar 10, 2024 11:18 Asia/Kabul
  • د اسیا پارالمپیک کمیټۍ د ایران د میرمنو درنښت وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسیا د پارالمپیک کمیټۍ د ایران د دوو میډال ګټونکو میرمنو د عکسونو په خپرولو سره د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسیايي هیوادونو د ورزشکاره ښځو قدرونه وکړه.

د اسیا پارالمپیک کمیټۍ په دغه پیغام کښې د ایران د دوو ورزشکاره میرمنو ساره جوانمردي او د زهرا نعمتي په شمول د اسیايي ورزشکاره میرمنو د عکسونو په خپرولو سره وویل د پارالمپیک  په ټولو بیلابیلو ورزشونو کښې د اسیايي ورزشکاره میرمنو د بریالیتوب او د اراد او د شجاعت د لمانځلو ورځ.»

د مارچ د میاشتې اتمه نیټه په ټوله دنیا کښې د ورځو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوي ده؛ په همدې دلیل نړیوالې ادارې او ارګانونه په بیلابیلو حوزو کښې د  میرمنو درنښت کوي.

زهرا نعمتي او ساره جوانمردي د نړیوالو سیالیو او د پارالمپیک په سترو پیښو کښې د میډالونو په ګټلو سربیره څو میاشتې مخکې د چین د هانګزو د پاراسیايي لوبو کښې د سرو زرو او د سپینو زرو  میډالونه وګټل.

میرمن ساره جوانمردي له خپل زوي سره یوځاې سیالۍ وکړه او میډال یې وګاټه چې دغه کار ډیر انعاس درلود.