Mar 13, 2024 06:32 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان  اړیکې  به په نوي پړاؤ کې نوره هم پراخې شي

د ایران او پاکستان اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ له تاریخ راهسې دور ته ورګرځي او په وروستیو کلونو کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ اړیکې د اقتصادي حوزې پشمول په مختلفو برخو کې مخ په وده دي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د پاکستان دنوي خارجه وزیر په توګه د اسحاق ډار د منصوبیدا په باب د مبارکۍ د پیغام په لیږلوسره هیله وښودله چې د دواړو هیوادونو د مشرانو په کلک هوډ او ارادې او د ایران او پاکستان د ډيپلوماسۍ د اورګانونو په دوه چنده هوډ سره په دوو او څو اړخیزو حوزو کې خپل مینځنۍ ملګرتیاوې او مشورې  نوره هم پراخې او ژورې شي.

 په ټولو زمینو کې له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی او په همدې چوکاټ کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا د لارو چارو تعقیبول د ایران او  پاکستان د چارواکو د پام وړ ګړځیدلي دي .

د ایران او پاکستان اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ  له تاریخ راهسې دور ته ورګرځي او په وروستیو کلونو کې د تهران او اسلام اباد ترمینځ اړیکې د اقتصادي حوزې پشمول په مختلفو  برخو کې  مخ په وده  دي . 

پاکستان د څه دپاسه نهه سوه  کلومیټره د وچې پولې په درلودلو سره له عراقه وروسته  له ایران سره ترتولو اوږدې پولې لري.

 

ټیګونه