د فرشتو د عبادت جشن/ له یوه ایرانی – اسلامي جشن څخه د پارس تودی منتخب انځورونه
د عبادت جشن په دې معنا ده چي انجوڼې په ۹ کلنۍ کې او هلکان په ۱۵ کلنۍ کې د عبادي پوهې عمر ته رسیږي.
د عبادت جشن په دې معنا ده چي انجوڼې په ۹ کلنۍ کې او هلکان په ۱۵ کلنۍ کې د عبادي پوهې عمر ته رسیږي.
دغه مطلب کې د ۱۰۰۰ ایراني زده کوونکو د عبادت د جشن له مراسمو څخه د پارس ټودې منتخب انځورونه نندارې ته وړاندې کیږي.

د ایران په لرغونی فرهنګ کې د هر یو اختر او یا هم هرې لمانځنې لپاره چي د متعال خدای د نعماتو د شکریې د ادا کولو لپاره وي، جشن جوړیږي.
په ایران کې د پرښتو د عبادت جشن، هغه جشن دی چي انجوڼو ته په ۹ کلنۍ کې د عبادت د کولو او له خدای سره د اړیکو د نیولو په خاطر جوړیږي.
په عبادت کې د عقل ودې ته پاملرنه زیات اهمیت لري.

بلوغ په دې معنا ده چي انسان د پوهې داسي یو حد ته رسیږي چي د خدای عبادت ته تیار شوی وي.
عقل په انسان کې د ښو او بدو د پېژندلو او د پریکړې د کولو تمیز ته وایي.
په تېر کال کې د عبادت په جشن کې له انجوڼو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنه چي په ټولنیزو رسنیو کې خورا زیات انعکاس ومونده.

په اسلام کې د عقل او مینې پر بنیاد له خدای سره د اړیکو د نیولو په باب زیات ټینګار شوی
مهر د خاورو یوه داسي ټوټه ده چي شیعه مسلمانان د لمانځه او د سجدې پرمهال سر پرې ایږدي، په مختلفو روایتونو کې راغلي دي چي د اسلام ګران پیغمبر ص خپلو یارانو ته، په خاورو باندې د سجدې کولو سپارښتنه کړې ده او تسبیح هم د ذکر د ویلو لپاره دی.

په دغه جشن کې انجوڼو او هلکانو ته د یو بل په وړاندې د پردې او حیا کولو اړوند تعالیم ښودل کیږي.
د اسلامي تعالیمو له مخې، متعال خدای د احکامو د رعایتولو په وړاندې انسانانو ته اجر ورکوي.
دغه مراسم د همدان په ښار کې د امام خمینی ره په امام بارګاه کې تر سره شوی دی.