د ایران پرضد د نویو بایکاټونو اعمالول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147770-د_ایران_پرضد_د_نویو_بایکاټونو_اعمالول
د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دی. د امریکا یو مهم هدف دا دی چې ایران په ګونډو کړي. ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت د یو خپلواکه هیواد په توګه له امریکا خپلواکه سیاستونه غوره کړي دي او تر اوسه د امریکا هر اړخیز فشارونه د ایران د خپلواکه سیاست د تعقیبولو مخه نه شي نیولی.
(last modified 2024-03-16T09:30:44+00:00 )
Mar 16, 2024 13:57 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د نویو بایکاټونو اعمالول

د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دی. د امریکا یو مهم هدف دا دی چې ایران په ګونډو کړي. ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت د یو خپلواکه هیواد په توګه له امریکا خپلواکه سیاستونه غوره کړي دي او تر اوسه د امریکا هر اړخیز فشارونه د ایران د خپلواکه سیاست د تعقیبولو مخه نه شي نیولی.

د امریکا د خزانې وزارت یو ځل بیا پر ایران نوي بندیزونه ولګول.

  د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې د هغو شرکتونو او اشخاصو پر شبکه یې بندیزونه لګولي چې د مرکزي بانک په شمول له لسګونو امریکايي شرکتونو د ایراني اورګانونو ته د ټکنالوجۍ په لېږد کې لاس لري. د دغې اعلامیې له مخې په ترکیه او اماراتو کښې د ایران د انفورماتیک خدمتونو د شرکت په څانګو او اړونده  شرکتونو او په هغو پورې تړلیو دریوکسانو بندیزونه لګول شوی دی. له دغو کسانو یو پوریا میردامادي، یو ایرانی - فرانسوی ښاریز دی.

د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دی. د امریکا یو مهم هدف دا دی چې ایران په ګونډو کړي. ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت د یو خپلواکه هیواد په توګه له امریکا خپلواکه سیاستونه غوره کړي دي او تر اوسه د امریکا هر اړخیز فشارونه د ایران د خپلواکه سیاست د تعقیبولو مخه نه شي نیولی.

د نړیوالو مسایلو کارپوه "محسن رویی صفت " په دې اړه وايي: په جرات سره ویلی شو چی  د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کې یوازنی خپلواک هیواد دی او له  امریکا  سره په مخالفت کې دی او په حقیقت کې ایران د یوه  سیمه ییز قدرت په   قطب د  بدلیدو ئپه حال کی دی چی امریکا یی د  هغه  د پایلو په اړه ډېره اندېښمنه ​​کړې ده، ځکه ایران یوازنی هېواد دی چې امریکا په جدي توګه له چیلنج سره مخامخوی .

له همدې امله د امریکا د خزانې وزارت څه کم یوه میاشت مخکې اعلان وکړ چې د ایران د مرکزي بانک له خوا د استفادې لپاره د امریکا د پرمختللې تکنالوژۍ د انتقال په خاطر یې درې کسان او اورګانونه  په نښه کړي او د هغې کچه یې پراخه کړې ده. که څه هم ترهګري د پوځي اقداماتو له لارې اندازه کیږي، خو امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول په نړیواله کچه د بندیزونو په سختولو سره اقتصادي ترهګري تعقیبوي.

خو پر ایران بندیزونو نه یوازې دا چې د امریکا مطلوبه پایله نه ده ترلاسه کړې، بلکې په حقیقت کې یې دا وښوده چې بندیزونو خپل اغېز له لاسه ورکړی دی. هغه هېوادونه چې د لوېديځ تر بنديزونو لاندې دي، په تېره بيا د امريکا په بهرني سياست کې داسې خپلواکي تعقيبوي چې د امريکا د خوښې وړ نه ده. له همدې امله امریکا د خپل نړیوال تسلط د ساتلو لپاره په ټول جديت سره د بندیزونو د لګولو پالیسي په ځانګړې توګه پر ایران تعقیبوي.

د دغه دریځ دوام ښيي چې امریکا د بندیزونو په لګولو کې خپل هدف ته نه ده رسیدلې او د بندیزونو سختیدا د امریکا د غوسې او په عین حال کې د بې وسۍ د څرګندولو یوه بڼه ده. په تېره بیا له هغه وخته چې د ایران اسلامي جمهوریت په ثابته توګه د خپلواکۍ په لور روان دی او دا کار د دې سبب شوی دی چې له امریکا د یو خپلواک دریځ غوره کولو لپاره د هېوادونو لېوالتیا زیاته شي.