د هند په سمندر کې د ایران، روسیې او چین ګډې سمندري ګزمې ترسره شوې
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان، د هند په سمندر کې د ایران، روسیې او چین د ګډې سمندري ګزمې اعلان وکړ.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قوماندان امیرالبحر شهرام ایراني پرون شنبه وویل: د ایران، روسیې او چین د ګډو تمرینونو په دوام کې، همدا اوس د سمندري امنیت د تامینولو لپاره، ګډې سمندري ګزمې د هند په شمالي بحر کې جریان لري.
« امیرالبحر شهرام ایراني» زیاته کړه: د ایران، روسیې او چین په سږني ګډ سمندري تمرین کې د بېړیو د شمېر په زیاتولو سره، د ظرفیت او وړتیا له پلوه، چې له تېرو کلونو سره توپیر درلود، ګډون وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قومندان څرګنده کړه، چې ایران په تېرو څلورو کلونو کې له روسیې او چین سره ګډ تمرینات ترسره کړي، چې سږ کال هم دغه تمرینات د هېوادونو د شمېر په زیاتېدو سره ترسره شول.
امیرالبحر شهرام ایراني زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت ستراتیژیک سمندري ځواک په ملي او نړیواله سطحه د بیړیو، کښتیو او لاره موندونکو په لیږلو سره، د هېواد د اقتصادي ژوند د امنیت او په ژورو سمندرونو کې د بیړیو د امنیت د تامینولو لپاره، په ملي او نړیواله سطحه امنیت تامینوي.