Mar 27, 2024 10:27 Asia/Kabul
  • معظم رهبر: د ایران اسلامي جمهوریت به له فلسطینه په ملاتړ کښې شک ونه کړي

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر او ورسره پلاوي په کتنه کښې وفرمایل چې د غزې د خلکو وژله او په دغې سیمې کښې نسل وژنه، هر باضمیره انسان خواشینی کوي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر او ورسره پلاوی سره په کتنې کې د فلسطین د مقاومتي ځواک او همداراز د غزې د ولس د بې مخینې مقاومت په قدرونې سره ټينګار وکړ،د صهیونیسټ رژيم د وحشیتوب او جنایتونو په وړاندې د امریکا او لویدیځ په بشپړملاتړ سره ترسره کیږي، د غزې د ولس تاریخي صبر،یوه داسې لویه ښکارنده ده چې حقیقتا ئې اسلام ته عزت بخښلی او د فلسطین موضوع ئې د دښمن له غوښتې سره سره  د نړۍ په لومړنۍ موضوع بدله کړې ده.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې د غزې د خلکو وژله او په دغې سیمې کې عامې وژلې د هر یوه وجدان لرونکي انسان زړه دردولی دی ، ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له موضوع او د غزې د مظلوم او مقاومت کونکي ولس د ملاتړ په موضوع کې هیڅ هڅه نه سپموي او په د غه ملاتړ کې هیڅ  شک او شبه نه لري.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خا منه اي د غزې له مظلوم ولسه د اسلامی نړۍ په تیره بیا دعربي نړۍ دعمومي افکارو او نړیوالو عمومی افکارو دملاتړ موضوع مهمه وبلله او وې وئيل، د فلسطین د مقاومتي چورلیز رسندوئي او تبلیغاتي اقدامات تراوسه پورې ډير ښه پر مخ روان او له وحشي صهونیسټي رژيمه و ړاندې دي او باید په دې زمینې کې لازیات اقدام وشي.

له معظم رهبر سره په دغې کتنې کې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه هم د فلسطین له قضیې او په تیره بیا د غزې له مظلوم ولسه د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت او ولس د ملاتړونو په قدرونې اومننې سره ، دغزې د جنګ دمیداني او سیاسی بدلونونو یو راپور هم وړاندې کړ او وې وئيل،په وروستیو شپږو میاشتو کې د غزې د مظلوم ولس او د مقاومتي ځواک مثالی مقاومت او صبر چې د دوی د کلک او ریښتوني ایمان له امله دی ، سبب شوی صهیونیسټي وحشي رژیم دغزې په جنګ کې خپل هیڅ یوې سټراټژيکې موخې ته ونه رسیږي.

 اسماعیل هنیّه په دې په ټينګار سره چې د طوفان الاقصی عملیاتو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم ماته نه خوړونکی باؤؤ له مینځه یووړ او اوس صهیونیسټي دښمن له شپږو میاشتو وروسته دراندۀ تاوانونه زغملي او د دغه رژیم په زرګونو پوځیان هلاک او زخمیان شوي دي زیاته کړه، د غزې جنګ یو نړیوال جنګ دی او دامریکا واکمن لوری د صهیونیسټانو د جنایتونو اصلي شریک دی ځکه په مستقیم ډول صهیونیسټي رژيم ته جنګي لارښونه کوي.

 

ټیګونه