Apr 04, 2024 17:47 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې په مظاهرو کې، د نړۍ ازادي غواړو او حق غوښتونکو ته د ګډون بلنه ورکړه

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت (د ۱۴۰۳ کال د وري  17مه) د نړۍ له ټولو مسلمانو حکومتونو او ولسونو، ازادۍ غوښتونکو او د حق غوښتونکو ته، د اسرائیلو له سرطاني دانې او د سیمه ایز او نړیوال ثبات او امنیت له ګډوډوډوونکي سره د مقابلې لپاره او د فلسطین د مظلوم ملت د رښتیني او عملي ملاتړ لپاره، یووالي او پیوستون ته رابولي.

د ایران د بهرینو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي دي: د اسلامي انقلاب د ستر لارښود او د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د تاریخي ابتکار د کلیزې په مناسبت یعنې د قدس په نوم د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د مبارکې ورځې نومول، چې اوس د فلسطین د ازادۍ او د قدس شریف د آزادۍ آرمان، د انسانیت او آزادۍ د تحقق په لاره کې د نړۍ د ټولو قومونو، مذهبونو او دینونو د یووالي او د صهیونیسټي رژیم له لوري د مظلوم او محاصره شوي فلسطیني ملت پر وړاندې له نیواک، ظلم، قتل او جنایت سره د مخالفت څرګندول اعلان کړل.

د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي حضرت امام خمیني (ره) په نوښت سره د قدس نړیواله ورځ نومول شوې ده، تر څو د نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژیم د توکمپاله سیاستونو او دښمنانه اقداماتو څخه خپله کرکه څرګنده کړي.

 

ټیګونه