Apr 09, 2024 11:50 Asia/Kabul
  • برتانیه  څنګه د ایران او جاپان د اړیکو د غوڅیدا سبب شوه؟

ایران د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ تړون په استناد سره د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ خو برتانیه په تهران کښې د جاپان د شتون دوام د سیمې او متحدینو د نظم او امنیت د ګډوډولو سبب وباله.

د ایران او جاپان د اړیکو د غوڅیدا  په تاریخي کیسه کې د برتانیې حکومت او په تهران کې د هغه سفارت اصلي رول لوبولی دی.

په ۱۳۲۱ کال کې د ایران له نیواک وروسته او د متحدینو له خوا په ځانګړې توګه د ایران پر حکومت د فشار راوړلو له امله د ایران سفیر له توکیو راوغوښتل شو او له جاپان سره یې دیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې.

بريتانيا باوري وه چې په تهران کې د جاپان د سفارت فعاليت به د خپلو ګټو لپاره يو ګواښ وي.

 ایران د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ تړون په استناد  سره د اړیکو پر دوام ټینګار وکړ خو برتانیه په تهران کښې د جاپان د شتون دوام د سیمې او متحدینو د نظم او امنیت د ګډوډولو سبب وباله.

په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان له ماتې وروسته، ایران هم د ډېرو هغو هېوادونو په څېر چې له جاپان سره په جګړه کې وو، د سان فرانسیسکو د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړ او د ۱۹۵۱ کال د سپټمبر په اتمه (د ۱۳۳۰ لمریز کال د تلې په ۱۶مه) له جاپان سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ. په تهران او ټوکیو کې د دواړو هېوادونو سفارتونه له نهو کلونو وروسته د همدې کال د نومبر په لسمه بېرته پرانیستل شول.

د ایران د تېلو د صنعت د ملي کولو د غورځنګ پر مهال، کله چې برتانیې او امریکا د ایران د تېلو په پېرلو بندیز ولګاوه، جاپان یوازنی هېواد و چې ایران ته یې د تېلو د پېرلو لپاره بېړۍ ولېږله.

دا ښه سابقه لا هم د ایرانیانو په ذهن کې پاتې ده. د ایران او جاپان تر منځ سیاسي اړیکي له دې نیټې راهیسې پراخې شوي دي

 

ټیګونه