د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د حضرت امام (رح) د مړینې د تلین څخه یادنه!
(last modified Mon, 03 Jun 2024 09:01:39 GMT )
Jun 03, 2024 13:31 Asia/Kabul
  • د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د حضرت امام (رح) د مړینې د تلین څخه یادنه!

د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمینی (رح) د مړینې د ۳۵م تلین څخه د ایران په څېړ د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې په ځآنګړو مراسمو سره یادونه کیږي.

په مالیزیا کې د امام خمینی (رح) د عظمت د یادونې په کنفرنس کې د حج او د هغه د سیاسي اړخونو ترڅنګ د فلسطین د مسئلې په اړه ژور معلومات بحث او مطرح شول.

په دغه مراسمو کې د نړۍ د مساجدو اتحادیې رئیس شیخ احمد اوانګ، د مالیزیا د لومړي وزیر سلاکار او د اسلامي مشورتي شورا رئیس چیګومحد عظيم عبدالحمید او ګڼ شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په دغه مراسمو کې د ویناوو پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر درناوی وکړ.

دغه راز د امام خمینی(رح) د ۳۵م تلین او د ولسمشر د چورلکې د غورځیدو پېښې د شهیدانو د درناوي په مناسبت د پاکستان د کراچۍ په شمول په بېلا بېلو ښارونو کې د د دغه هېواد د مهمو شخصیتونو په ګډون سره مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې ویناوالو او شاعرانو د چورلکې د غورځیدو شهیدانو په ګډون د امام راحل او د اسلامي انقلاب د شهيدانو په ياد او درناوي د ویناوو ترڅنګ حمدونه واورول.

ويناوالو د امام راحل عظيم په ياد او نوم باندې په درناوي سره د ايران د اسلامي جمهوريت د ستر بنسټګر سياسي او معنوي افکار يې د نړۍ د مظلومو ملتونو او د ازادۍ غوښتونکو لپاره د الهام سرچينه وبلله.

د سیاسي مسایلو کارپوه محسن صافي وايي:

په بېلا بېلو دنیاوي او معنوي چارو کې د امام(رح) لوړ افکار د لسیزو په تیریدو سره اوس هم د نړۍ او آزادۍ غوښتونکو لپاره تازه دي او د آزادۍ غورځنګونه د امام له افکارو په ساه اخیستلو خپل فعالیتونه متحرک کړي.

نوموړي زیاته کړه، له یادو فعالیتونو څخه د فلسطین د مقاومت اوسنی شدت ته اشاره کولای شو.

د امام خمیني د شهادت د ۳۵ تلین د یادونې مراسم د ګرجستان د مسلمانانو د ادارې د مشر، د دغه هېواد د دیني عالمانو د یوې ډلې او یو شمیر ایراني پوهانو په شتون سره په تفلیس کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې میرمن ایران پوهې میرمنې مایا کاپانادزه د امام خميني (رح) په مشرۍ د اسلامي انقلاب د نړيوالو ابعادو په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه، د ايران د اسلامي انقلاب له پنځه څلويښتو کالو په تيريدو سره د امام خميني (رح) لخوا د نړۍ لید لوری تعقیب لا هم خورا ګټور او مهم دی.

هغې تاکید وکړ امام خمینی (رح) د نړۍ په اوسنیو سیاسي حالاتو په ځانګړې توګه په اسلامي نړۍ ستر نفوذ درلود، زیاته کړه: د هغه په ​​مړینه سره نه یوازې، ایران بلکې نړۍ یو داسې سړی له لاسه ورکړ چې د سولې لپاره یې مبارزه کړې وه.

په سوریه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي د یاد مراسم د دمشق په ملي کتابتون کې د چارواکو په شتون سره ترسره شول.

په دې مراسمو کې د دمشق پوهنتون د سیاسی علومو د پوهنځي مشر احمد حسون د امام خمینی (رح) فکر چې د مقاومت په محور باندې ولاړ دی، د ایران او سیمې لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.

د هغه په ​​وینا، په غزه کې د الاقصی طوفان د اور لمبو جوړونکي د امام د ښوونځي زده کوونکي دي، دا هغه ځوانان دي، چې د اسلامي امت په ګټه به راتلونکي جوړوي.

په دې مراسمو کې د ځوانانو شتون هم د پام وړ وو، هغه ځوانان چې د دغه ستر انسان ایډیالونو ته متوجه دي، هغوی حضرت امام خمیني (رح) د نړۍ د ټولو آزادو ملتونو لپاره د موقف او ازادۍ د سمبول په توګه یاد کړ.

په هر صورت د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر د پنځه دیرشم تلین څخه د یادونې ترڅنګ د تهران په نړیواله غونډه کې څه د پاسه د پنځوسو هېوادونو درې نیم سوه بهرنیو میلمنو حضور د دې شاهدي ورکوي چې  د امامت تګلاره اوس هم د نړۍ د مقاومت او ازادۍ د غورځنګ لوري دی او د وخت په تېرېدو سره د زړیدو پر ځای لا تازه او متحرک کیږي.

 

ټیګونه