ایران په فلسطیني النصیرات په کمپ کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149234-ایران_په_فلسطیني_النصیرات_په_کمپ_کې_د_صهیونیسټي_رژیم_جنایتونه_وغندل
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د غزې تړانګې په مرکز کې د النصیرات پر کمپ د صهیونیسټي نسل وژونکي رژیم وحشتناک جنایت وغندلو. 
(last modified 2024-06-08T22:38:03+00:00 )
Jun 09, 2024 03:07 Asia/Kabul
  • ایران په فلسطیني النصیرات په کمپ کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه وغندل

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د غزې تړانګې په مرکز کې د النصیرات پر کمپ د صهیونیسټي نسل وژونکي رژیم وحشتناک جنایت وغندلو. 

پرون شنبه د غزې تړانګې په مرکز النصیرات کمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه حملې له امله د دغه کمپ ۲۱۰ تنه اوسېدونکي په شهادت ورسېدل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی«ناصر کنعاني چافي» پرون شنبه ، په النصیرات کمپ کې د سلګونه فلسطیني ماشومانو او ښځو په قتل عام کې د صهیونیسټانو وحشتناک او دردوونکی جنایت، په غزه کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په ګډون د دولتونو او نړیوالو سازمانونو د بې کفایتۍ پایله وګڼله او وویل چې د دې بې کفایتۍ دوام، د فلسطینیانو نسل وژنې ته د جنایتکارانو له هڅونې پرته نور څه نه دي.

د ایران د ډیپلوماټیکې برخې ویاند ټینګار وکړ: په وینو کې لت پت د فلسطیني وګړو او ماشومانو جسدونه، صهیونیسټي رژیم ته د امریکايي او اروپایي بمونو او توغندیو د ورکړې د دوام او له صهیونیسټي رژیم ته څخه د امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو د ملاتړ پایله ده.

کنعاني زیاته کړه: د غزې بې ګناه وګړي په تېره بیا د غزې مظلوم ماشومان د وحشیانه بمباریو تر محاصرې لاندې د لوږې، تندې او د درملو او طبي وسایلو د کمښت دردونه او کړاوونه زغمي.