ایران د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149294-ایران_د_امریکا_او_فرانسې_د_ولسمشرانو_څرګندونې_وغندلې
د ایران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د امريکا او فرانسې د ولسمشران د ګډې اعلاميې په يوه برخه کې چې د ايران د اسلامي جمهوريت پر ضد بې بنسټه او د نه منلو وړ تورونه لګولي، وغندل او هغه يې رد کړل.
(last modified 2024-06-10T23:31:12+00:00 )
Jun 11, 2024 03:59 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو څرګندونې وغندلې

د ایران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د امريکا او فرانسې د ولسمشران د ګډې اعلاميې په يوه برخه کې چې د ايران د اسلامي جمهوريت پر ضد بې بنسټه او د نه منلو وړ تورونه لګولي، وغندل او هغه يې رد کړل.

ناصر کنعاني په دغه بیانیه کې د ایران ضد محتوا بې اساسه او د سیاسي موخې او انګیزې لرونکی او د پخوانیو ناکامو سیاستونو د دوام په توګه وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: لکه څنګه چې مو څو ځله ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو حقونو او وظیفو په چوکاټ کې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره تخنیکي ملګرتیاوو او د نه خپرولو د تړون او د ساتنې د موافقې په چوکاټ کې پابند دی.

هغه وویل: په سیمه او نړۍ کې د ثبات او امنیت په رامنځته کولو او ټینګولو کې او د نړیوال امنیت د ټینګښت په لاره کې له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې د ایران د اسلامي جمهوریت ښه رول د انکار وړ نه دی.

کنعاني څرګنده کړه: همدارنګه د اوکراين د جنګړې له پيل څخه تر اوسه پورې، د ايران د اسلامي جمهوريت اصولي او روښانه سياست تل د دواړو لورو ترمنځ د اختلافونو د سياسي هواري پر ملاتړ ولاړ دی.