ایران په بولیویا کې د کودتا هڅه غندلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149754-ایران_په_بولیویا_کې_د_کودتا_هڅه_غندلې_ده
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په بولیویا کې د کودتا هڅه وغندله.
(last modified 2024-06-27T03:27:07+00:00 )
Jun 27, 2024 07:56 Asia/Kabul
  • ایران په بولیویا کې د کودتا هڅه غندلې ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په بولیویا کې د کودتا هڅه وغندله.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی«ناصر کنعاني چافي» په بولیویا کې د کودتا د هڅې په غبرګون کې ویلي: ایران د ډیموکراسۍ د بنسټونو خلاف له کودتا او په ډیموکراټیکو بنسټونو او قانوني حکومت باندې د تیري مخالف دی او په بولیویا کې دا عمل غندي.

کنعاني چافي همدارنګه د قانون او نظم په رامنځته کېدو او د دغه هېواد قانوني حکومت ته د اقتدار پر ستنېدو باندې ټینګار وکړ.

د چهارشنبې په ورځ ( په ځایي وخت) په بولیویا کې یوه پوځي کودتا وشوه، چې ویل کېږي د ولسمشر له لورې د پوځ د قومندان په بدلولو سره، ماتې وخوړه.