د یوۀ ایراني څیړاند په نوښت سره،کاڼی په بیټرئ بدلیږي
پارس ټوډې – یو ایرانی څيړاندد سیلیکاني کاڼو په اساس د یوې نوي مادې په ارزونې بوخت دی چې څو د راتلونکو بریښنائي ګاډو په بیټرئ کې ئې د لیتیّم په ځاي وکاروي.
علمی پرمختګونو ایران په لویدیځي آسیاسیمې کې سرخیل کړی دی او په نړۍ کې هم د لویدیځي سلطه ګر هیوادونه دې باؤر ته رسیدلی دي چې له دښمنیو او بندیزونو سره سره،ایران د پرمختګ لاره په چټکۍ سره کچ کوي.
پارس ټوډې راپور ورکوي د ایران یو څيړاند محمد خوش کلام متوجه شوی دی په سلیکټ لرونکو کاڼو کې یوه ماده د جامد لکټرولایټ لپاره مناسبه ده .
خوش کلام په دې باب وائي؛ د جامدو الیکټرولیټ په توګه د پوټاشیم سیلیکټ پوټینشل له مودو مخکې راهسې ښکاره شوی ،خو زما په اند د پوټاشیم آئينزله اندازې او وزن سره اړونده چیلنجونو په دلیل پرې سترګې پټې شوي وې.
دغه ایراني څيړاند چې له مائع الیکټریټ سره د لیتیّم په باب په سیلیکان لرونکو کاڼو کې د آئينز دحرکت د چټکتیا لپاهر یوه روده ایجاد کړې ده ،ووئيل؛ د بیټرۍ له یوې برخې سره لومړنۍ اندازه اخستلو وښودله ،نوموړي ماده د یوۀ جامد الیکټرو لایټ په توګه د لوړ کنډکټیویټي وړتیا لري.
خوش کلام ددې خبرې په کولو سره چې دغه سلیکاني کاڼي په هغو معموملي ګارو کې چې په ساحل یا باغچو کې موجود دي موندل کیږي،روښانه کړه ، ددغې نوي مادې یو مهم امتیاز له اوبو او څاڅیدو سره ئې د حساسیّت نه ښودل دي، په همدې دلیل دا په بیټرئ کې د یوې نازکې پاڼې یا نَري يپلیټ په شکل راوستل کیدلی شي.