په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت بیا پرانیستل شو
په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت له شاوخوا یو نیم کال وروسته خپل کار بیا پیل کړ.
د آذربایجان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اذربایجان او ایران ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې، په تهران کې د آذربایجان جمهوریت سفارت نن دوشنبه (د ۲۰۲۴ کال د جولای ۱۵مه) په یوه نوي ادرس کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
د اذربایجان د بهرنیو چارو د وزارت د بیانیې له مخې، ایران د خپلو ژمنو په اساس د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د سفارت د نوې ودانۍ مخې ته د ډیپلوماټیک امنیت د تامین لپاره لازم تدبیرونه نیولي دي.
د دې بیانیې په دوام کې راغلي دي: د سفارت د کار بیا رغول به د دوه اړخیز احترام او ښه ګاونډیتوب په بنیاد د ایران او آذربایجان جمهوریت ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو موافقو د عملي کولو لپاره مرسته وکړي.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پای کې یوه وسله وال کس په تهران کې د اذربایجان جمهوریت پر سفارت برید وکړ. په دغه برید کې د سفارت ساتونکی ووژل شو او دوه نور ساتونکي یې ټپیان شول. له دې پېښې وروسته په ایران کې د دغه هېواد سفارت وتړل شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تل ټینګار کړی چې د شته شواهدو او د تورنو کسانو د اعترافونو په اساس، د دغه برید انګیزه په بشپړه توګه شخصي وه.