سیمه د ایران او روسیې سټراټیجکې ملګرتیا ته اړتیا لري
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: آسیا د ایران او روسیې سټراټیجکې ملګرتیا او شراکت ته ضرورت لري.
ناصر کنعاني چافي د روسیې له رشا ټوډی چینل سره به مرکه کښې، په دې خبرې سره چې د ایران نوی حکومت به هم له نورو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي، زیاته کړه: د ایران او روسیې اقتصادي ملګرتیاوې په تیره بیا له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه به د ایران په څوارلسم حکومت کښې هم جاري وي.
هغه د دې خبرې په یادونې سره چې آسیا د ایران او روسیې سټراټیجکې ملګرتیا او شراکت ته اړمنه ده، وویل چې دواړه هیوادونه د ملګرتیاؤ د جاري ساتلو هوډ لري.
کنعاني چافي په بریکس ډله کښې د ایران غړیتوب او ورباندې د روسیې اوسنۍ مشرۍ ته په اشارې سره وویل: بریکس د یواړخیز پالنې پرځاې، څواړخیز پالنه دودوي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند همداشان په دې خبرې سره چې امریکا له ډالر څخه د یواړخیزپالنې د سلطې لپاره د یو اوزار په توګه ګټه پورته کوي، د امریکې د ظالمانه او یواړخیزو بندیزونو لګول د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي وبلله.