د اسيايي ځوانانو د غېږ نيونې په سياليو کې د ايران اتلولي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i150580-د_اسيايي_ځوانانو_د_غېږ_نيونې_په_سياليو_کې_د_ايران_اتلولي
د دغو سیالیو په پای کې "علي احمدی وفا" په ۵۵ کیلو ګرامه، "عرفان جرکاني" په ۶۳ کیلو ګرامه، "علیرضا عبدولی" په ۷۷ کیلو ګرامه، "محمدهادي صیدي" په ۸۷ کیلو ګرامه، حمیدرضا کشتکار په ۹۷ کیلو ګرامه او "ابوالفضل فتحي تزنګي په ۱۳۰ کیلو ګرامه وزن کې د ایران لپاره د سرو زرو مډال وګاټه
(last modified 2024-07-22T10:11:29+00:00 )
Jul 22, 2024 13:48 Asia/Kabul
  • د اسيايي ځوانانو د غېږ نيونې په سياليو کې د ايران اتلولي

د دغو سیالیو په پای کې "علي احمدی وفا" په ۵۵ کیلو ګرامه، "عرفان جرکاني" په ۶۳ کیلو ګرامه، "علیرضا عبدولی" په ۷۷ کیلو ګرامه، "محمدهادي صیدي" په ۸۷ کیلو ګرامه، حمیدرضا کشتکار په ۹۷ کیلو ګرامه او "ابوالفضل فتحي تزنګي په ۱۳۰ کیلو ګرامه وزن کې د ایران لپاره د سرو زرو مډال وګاټه

د ایران د ځوانانو د فرنګي غیږ نیونې ټیم د سرو زرو د شپږو مډالونو په ګټلو سره د آسیا اتل شو.

ايراني ورزشکارانو په تايلند کې د آسيايي ځوانانو په سياليو کې ٦ د سرو زرو، يو د سپينو زرو او دوه د برونزو مډالونو په ګټلو سره اتلولي ترلاسه کړه.

د دغو سیالیو په پای کې "علي احمدی وفا" په ۵۵ کیلو ګرامه، "عرفان جرکاني" په ۶۳ کیلو ګرامه، "علیرضا عبدولی" په ۷۷ کیلو ګرامه، "محمدهادي صیدي" په ۸۷ کیلو ګرامه، حمیدرضا کشتکار په ۹۷ کیلو ګرامه او "ابوالفضل فتحي تزنګي په ۱۳۰ کیلو ګرامه وزن کې د ایران لپاره د سرو زرو مډال وګاټه

د ټیمونو په درجه بندۍ کې، ایران په ۲۰۶ نمرو سره اتلولي وګټله او د قزاقستان ټیمونه د ۱۸۵ نمرو او قرغیزستان د ۱۴۱ نمرو په درلودلو سره په ترتیب سره دویم او درېیم ځای خپل کړ.

دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د تایلنډ په سیراچای ښار کې ترسره شوې.