امام خامنه اي د ارمنستان د وزیراعظم په کتنه کښې:
د حضرت عیسی علیه السلام سپکاوی غندلی دی
پارس ټوډی – امام خامنه اي پرون (سه شنبه) سهار د ارمنستان د وزیراعظم «نیکول پاشینیان» او د ورسره پلاوي په کتنه کښې، له ګاونډیانو په تیره بیا ارمنستان سره د اړیکو پراختیا ،د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده او ثابت سیاست وباله.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ارمنستان د صدرِ اعظم په کتنه کښې ټینګار وکړ: مونږ په جدي توګه له ارمنستان سره د اړیکو په پراختیا باوري یو او د دواړو هیوادونو ترمینځ ملګرتیاوې به د تعریف شویو ګټو له مخې، او د نورو سیاستونو ته په بې پامۍ سره، په پوره توان سره دوام ولري. د پارس ټوډی د خبر له مخې، حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغې کتنې کښې د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په دستورو او همداشان د شهید رئیسي په جنازه کښې د ارمنستان د وزیراعظم له شتونه په مننې سره، د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا په ساتنې باندې ټینګار وکړ او ویې ویل:
د ایران اسلامي جمهوریت د زنګزور لاره د ارمنستان په تاوان ګڼي او همداشان په خپل دغه دریځ ټینګار کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې پردي دې، له خپلو ګاونډیانو سره د هیوادونو د اړیکو لپاره محدودیت نه رامینځته کوي، زیاته کړه:
کوم څیز چې د هیوادونو امنیت او صلاح تامینوي، په ځان او په خپلو نزدې کسانو باندې تکیه ده او د ځینو اقدامات چې له لرې نه راځي او د نورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه کوي، د هغوي په تاوان تمامیږي.
امام خامنه اي همداشان د هیواد له ارمنیانو سره د ایران د خلکو ښو اړیکو ته په اشارې سره څرګنده کړه:
د ایران ارمنیانو د تپلي جنګ په دوران کښې ستر رول ولوبوه او زه خپله، تراوسه د ډیرو ارمنیانو کورونو ته تلی یم.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دوام کښې د حضرت عیسی علیه السلام احترام د مسلمانانو ترمینځ یوه جوته او پریکنده موضوع وبلله او ویې ویل:
دا سپکاوي چې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام په شمول د الهي دینونو مشرانو ته کیږي، زمونږ له نظره محکوم او د غندنې وړ دي.
په دغه ملاقات کښې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف هم په کښې موجود و، د ارمنستان وزیارعظم نیکو پاشینیان د دواړو هیوادونو له مخ په پراختیا اړیکو د خوښۍ په څرګندولو سره، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خپلې خبرې اترې، رغنده او مثبتې وبللې او ویې ویل: ارمنستان په کراتو ویلي چې په خپل هیواد کښې، د سیمې له بهر څخه هیڅ لاره نه مني.
هغه د ایران او آرمینیا اړیکې سټراټیجکې وبللې او د دواړو هیوادونو د اړیکو له پراختیا څخه یې خوښي څرګنده کړه او د دغه بهیر دوام یې مهم وباله.