امریکا د ترهګرۍ اصلي ملاتړۍ او دودونکې ده
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر وویل: امریکا په سیمې او نړۍ کښې د ترهګرۍ اصلي ملاتړې او دودونکې ده.
د ایرنا د خبر له مخې، امیر سعید ایرواني د امنیت شورا مشر او د ملګرو ملتو د سرمنشي عمومي منشي ته په یو لی کښې، په سیمه کښې له ترهګرۍ د ملاتړ په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت خلافت د مریکې د تورونو په هکله وویل: خندونکې او د شرم خبره ده چې امریکا په داسې حال کښې د ایران په اسلامي جمهوریت تور پورې کوي چې خپله د اسرائیلو د رژيم د سختې ملاتړې په توګه، د دغه رژيم له نسل وژنې ملاتړ کوي.
هغه په ملګرو ملتو کښې د امریکې د استازې د غیرمسئولانه چیند په غندلو او د بې بنیاده تورونو په ردولو سره، د ښځو او ماشومانو په شمول د فلسطین د بیګناه خلکو د وژلې د دوام لپاره صهیونیسټانو ته د امریکې د وسلو د مرستې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: تیره شنبه یعنې د آګست په لسمه نیټه د غزې ښار په مرکز کښې په «التابعین» ښوونځي کښې په بې پناه ملکي وګړو خلاف د اسرائیلو د رژيم وروستی جنایت چې له امله یې لږترلږه ۱۰۰ تنه بیګناه فلسطینیان شهیدان شول، د امریکې د هم دې بې خرته ملاتړ نتیجه ده.