د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ځانګړې غونډې په څنډه کې سره وکتل او د لویدیځې اسیا د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو په اعلاميه کې راغلي چې د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سناتور محمد اسحاق ډار د ايران د بهرنيو چارو له سرپرست وزير علي باقري کني سره د جدې د غونډې په یوه څنډه کې وکتل.
په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوریو د لویدیځې اسیا د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
له دې مخکې د پاکستان د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير د ماليزيا، الجزاير او د اسلامي همکاريو د سازمان له عمومي منشي سره جلا جلا ليدنې کړې وې.
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په جده کې په خپله لومړنۍ دیپلوماتیکه سلامشوره کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي سره وکتل او هیله مندي یې وښوده چې اسلامي هیوادونه به په قانوني او مناسب ډول د ایران د مشروع حق ملاتړ وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران دغه اقدام نه یوازې د خپل حاکمیت او ملي امنیت د دفاع لپاره، بلکې د ټولې سیمې د ثبات او امنیت د دفاع لپاره دی.