د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151536-د_ایران_او_پاکستان_د_بهرنیو_چارو_وزیرانو_لیدنه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ځانګړې غونډې په څنډه کې سره وکتل او د لویدیځې اسیا د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
(last modified 2024-08-19T09:45:29+00:00 )
Aug 19, 2024 14:11 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ځانګړې غونډې په څنډه کې سره وکتل او د لویدیځې اسیا د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې اترې وکړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو په اعلاميه کې راغلي چې د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير سناتور محمد اسحاق ډار د ايران د بهرنيو چارو له سرپرست وزير علي باقري کني سره  د جدې د غونډې په یوه څنډه کې وکتل.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوریو د لویدیځې اسیا د وروستیو پرمختګونو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

له دې مخکې د پاکستان د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير د ماليزيا، الجزاير  او د اسلامي همکاريو د سازمان له عمومي منشي سره جلا جلا ليدنې کړې وې.

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په جده کې په خپله لومړنۍ دیپلوماتیکه سلامشوره کې د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي سره وکتل او هیله مندي یې وښوده چې اسلامي هیوادونه به په قانوني او مناسب ډول د ایران د مشروع حق ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران دغه اقدام نه یوازې د خپل حاکمیت او ملي امنیت د دفاع لپاره، بلکې د ټولې سیمې د ثبات او امنیت د دفاع لپاره دی.