ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو سرپرست وزیر سره لیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i151576-ایراني_پانګوالو_د_افغانستان_د_کانونو_سرپرست_وزیر_سره_لیدلي
د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له یو شمېر ایراني پانګوالو سره د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړی.
(last modified 2024-08-20T06:40:16+00:00 )
Aug 20, 2024 11:08 Asia/Kabul
  • ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو سرپرست وزیر سره لیدلي

د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له یو شمېر ایراني پانګوالو سره د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړی.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري کابل ته په سفر تللي ایراني پانګوالو سره لیده کاته او خبرې اتري کړي.

د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په سکتور کې د شته ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې.

ویل شوي، چې ایراني پانګوالو یو ځل بیا د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

خبرپاڼې زياته کړه، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست هم په دې کتنه کې د دغه وزارت د کانونو رياست د قوانينو او مقرراتو له مخې د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ.

په تېره اوونۍ کې یو شمېر ایراني پانګوالو کابل ته په خپل سفر کې د سرپرست حکومت له بېلا بېلو چارواکو سره لیده کاته کړي.

دغې ډلې د رئیس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا برادر سره په کتنه کې د افغانستان د اوسپنې د کانونو په سکټور کې د پانګونې پر لېوالتیا هم ټینګار وکړ.