ایران سږکال په نړۍ کې لسم غوره فولاد جوړونکی هېواد دی
د انرژۍ د محدودیتونو او د هغې د ساتنې اړتیا سره، سره، ایران سږکال د نړۍ لسم غوره فولاد جوړونکی هېواد شو.
د صدا او سیما خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د فولادو د ټولنې مشر بهرام سبحاني په اصفهان کې د میټالیکس د نندارتون په څنډه کې، په دغه هېواد کې د فولادو د تولید احتمالي ظرفیت پنځوس میلیونه ټنو ته اعلان کړ او زیاته یې کړه: اوس مهال په همدې اندازه ۳۲ میلیونه ټنو سره یې په نړۍ کې لسم ځای نیولی دی.
بهرام سبحاني ټینګار وکړ: که د انرژۍ اړوند محدودیتونه لیرې شي، موږ به په کال کې د پنځوس میلیونه ټنو ظرفیت ولرو او په نړۍ کې به شپږم ځای ته ورسیږو.
د ایران د فولادو اتحادیې مشر په دوام کې وویل: د هېواد ۴۰ سلنه فولاد په اصفهان کې تولیدیږي، دغه راز د اوسپنې د تولیدولو د لومړی فابریکې شتون او مبارکه فولاد په ایران کې د اوسپنې د ترټولو ستر واحد په توګه د اصفهان مرکز ګرځیدلی دی چې د هیواد د فولادو او انرژۍ محدودیتونه د دې ولایت په اقتصاد اغیزه کولی شي
په تیره یوه لسیزه کې د اصفهان مبارکه فولادو شرکت د تجهیزاتو د مصرفولو له لارې له ۸۶ میلیونو یورو څخه ډیر سپما کړې ده.