کنعاني: ایران د ختیځ په اړه ستراتیژیک نظر لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152232-کنعاني_ایران_د_ختیځ_په_اړه_ستراتیژیک_نظر_لري
پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي: له ختیځو هېوادونو سره اړیکې په جدي توګه د ایران د حکومت او ډیپلوماټیکو وسایلو په لومړیتوبونو کې ځآی لري او ټینګار یې وکړ چې د ختیځ په اړه د ایران نظر ستراتیژیک دی.
(last modified 2024-09-10T05:39:56+00:00 )
Sep 10, 2024 10:08 Asia/Kabul
  • کنعاني: ایران د ختیځ په اړه ستراتیژیک نظر لري

پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي: له ختیځو هېوادونو سره اړیکې په جدي توګه د ایران د حکومت او ډیپلوماټیکو وسایلو په لومړیتوبونو کې ځآی لري او ټینګار یې وکړ چې د ختیځ په اړه د ایران نظر ستراتیژیک دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وایي: له روسیې او چین سره اړیکې به په جدیت او هوډ سره پرمخ یوسي او د دغو لاسلیک شویو سندونو او همکاریو دوام به زمونږ ګډې ګټې تامین کړي.

د پارس ټوډی د خبر له مخې؛کنعاني زیاته کړه، له ختيځ سره اړیکې په دې معنا نه دي چې نور ځايونه او هېوادونه له پامه وغورځول شي او له همدې امله موږ د ختيځ او نورو اسيايي هېوادونو د پرمختګ ترڅنګ له لرې پرتو هېوادونو سره اړيکو ته هم پاملرنه کوو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ: هر هغه هېواد چې له ایران سره د رغنده اړیکو غوښتونکي دي، موږ یې هر کلی کوو.

کنعاني وایي، ايران د ګاونډيتوب سياست په جدي او په ډېر مهم لومړيتوب کې ځای لري، دغه راز په سيمه كې بېلابېلې مسئلې په سيمه ايز همكارۍ د دغو مسائلو د حل لپاره غوره لاره ګڼو.