ایران:
د ایراني توغندیو په هکله د اسکای نیوز ادعا تشې خبرې دي
پارستودی- په لندن کې د ایران سفارت روسیې ته د ایراني توغندیو د استول کېدو په هکله د اسکای نیوز د خبري چېنل د راپور په دروغ بللو سره، ټینګار وکړ چي د اسکای نیوز دغه اقدام د رسنیو د مسلکي چلند په چوکاټ کې نه دی تر سره شوی بلکې یوه جنجالې او چټي قیصه بیان کړې ده.
د اسکای نیوز خبري چېنل په یوه راپور کې ادعا وکړه چي سټلایټي انځورونه د یوې داسې کښتۍ ښودنه کوي چي د روسیې بیرغ په کښې رپیږي او د ایراني بالیسټیکو توغندیو په لېږدولو مشکوکه ده. نه داسي کوم انځور شته چي کښتۍ ته د بالیسټیکو توغندیو بارېده او یا هم کوزېده وښیي یوازې د یوې تشې کښتۍ د انځور په خپرولو سره داسي ادعا یې مطرح کړې ده.
د ویلو ده چي د ایران او روسیې چارواکو په ځلونو د اوکراین د جګړې په تړاو د فوځي همکاریو پوړې ادعاوې رد کړي او هغه یې بې بنیاده بللې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی هم له دې مخکې په ایکس کې د یوه پیغام په خپرولو سره، جوته کړه: ایران روسیې ته بالیسټیکې توغندی نه دي استولې، خبره خلاصه ده.