ایران په پوره بریا سره «چمران ۱» سټلایت فضا ته ولېږدول
پارستودی- ایرانی تحقیقاتی سټلایټ «چمران ۱» د «قائم ۱۰۰» توغندی په مټ په بریا سره فضا ته ولېږدول شو او د ځمکې د مدار په ۵۵۰ کیلومټری کې ځای ونیوه.
دغه تحقیقاتي سټلایت د ایران د الکټرونیک صنایع (صاایران) له خوا د هوافضا د څېړنتون او د پوه بنسټو خصوصي شرکتونو په ملګرتیا ډیزاین شوی او جوړ شوی دی.
د پارس ټودی له راپور سره سم، د چمران ۱ سټلایټ ۶۰ کیلو وزن لري او اصلي دنده یې هم په لوړه ارتفاع کې د مداری مانورونو د ټکنالوژیو د ثابتولو لپاره د مختلفو هارډویرونو او سافټویرونو ازموینه ده.
د چمران سټلایت په فضا کې له ځای پر ځای کېدو څخه وروسته، خپلې لومړني سیګنالونه هم په بریا سره ځمکې ته لېږدولي دي.
د قائم ۱۰۰ نومې سټلایټ وړونکې توغندی چي له جامدو سونګو څخه کار اخلي، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواکونو له خوا ډیزاین او جوړ شوی دی.
دغه توغندی په خپل دوهم عملیات کې د فضا په مشخص مدار کې د چمران سټلایټ په ځای پر ځای کولو بریالی شو.