د رېل پټلیو د ټرانزیټ په ډګر کې د ایران زیات پرمختګ
پارس تودی – د ایران د اسلامي جمهوریت رېل پټلی او اورګاډو برخه په د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ټرانزیتي ډګر کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هیواد د رېل پټلیو د برخې کړچار ښودنه کوي چي ټرانزیت کې د تېر کال په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالې راغلې ده. د پارس تودی له راپور سره سم، د خپرو شویو شمېرنو له مخې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د رېل پټلۍ له لارې ۷۷۳ زره ټنه توکې ټرانزیټ شوي چي د تېر کال په پرتله زیات دی. تېر کال په همدغه موده کې یوازې ۵۲۶ زره ټنه توکې د رېل پټلیو له لارې ټرانزیټ شوي وو.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د مسافرو د ټرانزیټ په برخه کې د رېل پټلیو د فعالیت په اړه په راپور کې راغلي دي چي په یاده موده کې ۱۲ میلیونه او ۸ لکه کسانو په رېل ګاډو کې ځای پر ځای شوی دی.
همداشان له مسافرو سره، ۱۷ میلیون ټنه بار هم ځای پر ځای شوي دي.