د ایران نانو تولیدات ۵۰ هیوادونو ته صادریږي
پارس ټو ډی- نوې احصایې ښيي چې ایران د څه باندې ۶۹ میلیونو ډالرو په ارزښت نانو تولیدات ۵۰ هېوادونو ته صادروي.
د نانو ټیکنالوژۍ په برخه کې ایراني متخصصین توانیدلي چې د پوهې پر بنسټ د مقالو او محصولاتو په تولیدولو سره د نړۍ د 7 غوره هیوادونو کې ځای ونیسي. د پارس ټوډي د راپور له مخې، د ايران د نانو د مرکزي دفتر د تازه شمېرو له مخې، په تېرو ديو کلونو کې د نانو توليداتو صادرات درې برابره زيات شوي او په ايران کې د نانو د تکنالوژۍ د توليداتو صادراتي ارزښت ۶۹.۱ مليونو ډالرو ته رسېدلی دی.
اوس مهال د ایران نانو تولیدات ۵۰ هیوادونو ته صادریږي. ترکیه، عراق، روسیه، تاجکستان، افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان او جارجیا د ایران د نانو ټکنالوژۍ د صادراتو اصلي ځایونه دي.
کلیدي ټکي: د ایران د نانو ټیکنالوژي محصولاتو صادرات، د ایران د اسلامي جمهوریت علمي وده، د نانو تولیداتو له صادراتو د ایران د عاید زیاتوالی.