د ایران اصفهان او د چین هانگژوی خویندې شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i152792-د_ایران_اصفهان_او_د_چین_هانگژوی_خویندې_شول
پارس ټو ډی - د ایران د اصفهان او د چین د هانگژوی ښارونو ترمنځ د خویندو تړون د دواړو ښارونو د ښاروالانو لخوا لاسلیک شو.
(last modified 2024-10-01T06:48:18+00:00 )
Oct 01, 2024 11:16 Asia/Kabul
  • د ایران اصفهان او د چین  هانگژوی خویندې شول

پارس ټو ډی - د ایران د اصفهان او د چین د هانگژوی ښارونو ترمنځ د خویندو تړون د دواړو ښارونو د ښاروالانو لخوا لاسلیک شو.

د اصفهان ولایت د ایران په مرکز کې د سیاحتي پلازمینې په توګه د مختلفو سیاحتي ځایونو، لیدونکیو ځایونو او د ایراني معمارۍ او ښایسته هنرونو له امله د ایران د سیاحت مرکز بلل کیږي. له همدې امله د نړۍ بېلا بېل ښارونه د ايران له اصفهان ولايت سره د اړيکو د ټينګولو او پراخولو په لټه کې دي. د پارس ټوډې د رپوټ له مخې په دې لړ کښې د چين د هانګژو  ښاروال "ياو ګويان" د ايران د اصفهان له ښاروال "علي قاسم زاده" سره يو تفاهم ليک لاسليک کړ .

دغه تفاهم ليک د اصفهان او هانګژو  ښارونو ترمنځ د اقتصاد، کلتور او ټولنيز پرمختګ په برخو کې د اړيکو او همکارۍ د زياتولو، د کلتوري ميراثونو د ساتنې، سيلانۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې د متقابلو ګټو د ساتلو په موخه تر سره شو.

کلیدي ټکي: د ایران اصفهان ولایت، هانګزو، چین، د ایران او چین ترمنځ همکاري، د اصفهان سیاحتي ځایونه، په ایران کې سیاحت.