د لویدیځو هیوادونو د جعلي خبرونو تولیدولو ته د ښاغلي قاانی ګوزار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i153282-د_لویدیځو_هیوادونو_د_جعلي_خبرونو_تولیدولو_ته_د_ښاغلي_قاانی_ګوزار
پارس ټوډې –د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار «قااني» په عمومي دستورو کښې په ګډون سره د لویدیځو هیوادونو رواني جنګ له سختي ماتي سره مخامخ کړ.
(last modified 2024-10-17T08:05:22+00:00 )
Oct 17, 2024 11:27 Asia/Kabul
  • د لویدیځو هیوادونو د جعلي خبرونو تولیدولو ته د ښاغلي قاانی ګوزار

پارس ټوډې –د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار «قااني» په عمومي دستورو کښې په ګډون سره د لویدیځو هیوادونو رواني جنګ له سختي ماتي سره مخامخ کړ.

پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی«تهران ټایمز» انګریزې ژبې نړیوالې ورځپاڼې په یوه مطلب کښې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د مشر سردار قااني په هکله د خبرونو په خپرولو کښې د لویدیځو هیوادونو د رسنیو د کړچار په شننې سره ولیکل بې طرفۍ او صداقت د مسولانه خبریالۍ اصلي ستني ګڼل کیږي یا لږ تر لږه دا ډول ویل کیږي ؛ خو له دې سره سره په لویدیځو رسنیو کښې له اسرائیلو رژیم څخه ښکاره پلویتوب او د صهیونیسټ رژیم ګټو ته ژمنه په هره بیه چې وي له بل هروخت څخه زیاته ښکاره شوي ده.

لویدیځې رسنۍ د داسې رژیم د څیرې په سپینولو کښې په فعالو لوبغاړو بدلې شوي دي چې کوم چې د بشریت پرضد د نه تصور وړ جنایتونه ترسره کوي.

دغه شرمونکی بهیر چې یو وخت د خبریالۍ له اخلاقي اصولو د یوې ذرې د رعایتولو په خاطر محدود و اوس په کامل ډول د جعلي خبرونو جوړولو ته رسیدلی دی.

د څوارلس سوه دوهم هجري لمریز د تلې د میاشتې له پینځلسمې نیټې څخه اینټرنیټ پاڼې د حماس غورځنګ ، د فلسطین ، د لبنان او حتی د ایران په هکله له جعلي قیصو ډکې شوي دي.

د لویدیځو هیوادونو رسنیو دغه راز دا دروغ هم بار بار خپرول چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشر سردار اسماعیل قااني د بیروت په جنوب کښې په یوې هستوګنه ودانۍ باندې د اسرائیلو په  بریدونو کښې چې د تلې د میاشتې په پینځمه نیټه د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله  او ورسره د یوشمیر نورو مهمو مشرانو د شهادت سبب شول  شهید شوی دی.

د ایران سپاه پاسداران ځواک ومنله چې د دوې یو لوړرتبه قومندان سردار «نیلفروشان» هم په دغو بریدونو کښې شهید شوی دی.

کله چې په لبنان باندې د د اسرائیلو د دغو بریدونو  د شهیدانو مړي وپيژندل شول نو د لویدیځو هیوادونو رسنیو د ناسمو اطلاعاتو  نوي څپې ته مخه کړه او ادعا یې وکړه چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک مشر سردار قااني په دغه حملې کښې سخت ژوبل شوی خو ژوند دی.

کله چې د سپاه پاسداران یوه لوړرتبه چارواکي په نهایت کښې د سردار قااني د جسمي حالت په هکله اوازو ته غبرګون وښود او په پریکنده توګه یې د هغه شهیدیدل یا ژوبلیدل رد کړل نو د لویدیځو هیوادونو رسنۍ بل دروغ ویلو ته مجبوره شوې.

دا ځل دغه تخیلي قیصه په انګلستان کښې دیره له یوې ویبپاڼې یعني میډل ایسټ ايي(Middle East Eye) خبري سایټ څخه چې ویل کیږي  د قطر د حکومت لخوا مالي ملاتړ لري خپره شوه.

د عراق یوه خبریال چې د مقاومت په هکله په خپلو دښمانه دریځونو مشهور دی د تلې د میاشتې په اتلسمه نیټه وویل چې په تهران ، بیروت او بغداد کښې لسو سرچینو ویلي دي چې سردار قااني تر محافظت لاندی دی او د اطلاعاتو په خلاف ورزۍ کښې د قااني د رول په دلیل چې د سید حسن نصر الله د ټرور سب شو پلټل کیږي.

نورې رسنۍ هم له دې مخکې لاړې او ادعا یې وکړه چې د پلټنې په وخت قااني ته د زړه ناروغۍ ورپیښه شوي ده خو داسې قومندان چې په تیرو دوو اونیو کښې  ویل شوي وو مړ ، ژوبل او یا نیول شوی دی په تیرې سه شنبې ورځ په عمومي مراسمو کښې راڅرګند شو.

لویدیځې رسنۍ څه کوي؟

سردار قااني د خپل مخکني مشر شهید سلیماني په اپوته په عامو خلکو کښې په ډير کم څرګندیدا او له رسنیو سره په تعامل نلرلو مشهور دی.

د قااني په شان کسان یوازې په هغو رسمي مراسمو کښې چې د ټولو سویو چارواکي پکښې ګډون لري لیدل کیږي.

پر دې اساس لویدیځې رسنۍ له عمومي نظرونو څخه د اوږده غیبت په غټ ښودلو سره هڅه وکړه د هغه د شتون د ځاې په هکله شک رامینځته کړي چې دا له هماغه لومړیو څخه د خندا وړ چاره وه.