د انقلاب معظم رهبر: د السنوار په شهادت سره به د مقامت جبهه معمولي شانته هم ونه دریږي
(last modified Sat, 19 Oct 2024 07:46:35 GMT )
Oct 19, 2024 12:16 Asia/Kabul
  • د انقلاب معظم رهبر: د السنوار په شهادت سره به د مقامت جبهه معمولي شانته هم ونه دریږي

پارس ټو ډی - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د قوماندان السنوار د شهادت په مناسبت یو پیغام خپور کړ.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د سیمې مسلمانو ولسونو غیرتي  ځوانانو ته په یوه پیغام کښې د اتل مجاهد قومندان «یحیی السنوار» درناوی وکړ او ټینګار یې وکړ: د مقاومت جبهه  هماغه ډول چی مخکې د خپلو مشرانو په شهادت سره پاتې نه شوه د سنوارو په شهادت سره به  هم ونه دریږي .  باذن الله  . حماس ژوندی دی او ژوندی به وي.

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د پیغام متن په دې ډول دی:

بسم الله الرّحمن الرّحیم

مسلمانو ولسونو! د سیمې غیرتي  ځوانانو!

مجاهد اتل  قومندان  یحیی السنوار له  خپلو شهیدو ملګرو سره یو ځای شو.

هغه د مقاومت او مجاهدت  ځلانده څېره وه. هغه په ​​کلک عزم  او هوډ سره د ظالم او جارح دښمن پر وړاندې ودرېد. هغه په ​​هوښیارۍ او زړورتیا سره  غلیم ته څپیړه ورکړه  . د دغه سیمې په تاریخ کښې یې د اکتوبر د اوومې نیټې نه جبرانیدونکي ګوزار یې په یادګار پریښود او بیا یې په عزت او سرلوړۍ سره د شهیدانو معراج ته الوت وکړ.

د یحیی السنوار په شان یو کس چې ډیر عمر یې له غاصب او ظالم دښمن سره په مبارزې تیر کړی دی بالاخره له شهادت پرته بل شی له هغه سره ښه نه ښکاریده.

د قومندان یحیی السنوار  نشتون د مقاومت د جبهې لپاره البته دردونکی دی، خو دغه جبهه د شیخ احمد یاسین، د فتحي شقاقي ، رنتیسي او د اسماعیل هنیه په شان د سترو شخصیتونو په شهادت سره له پرمختګ پاتې نشوه او د یحیی السنوار په شهادت سره به هم هیڅ ډول توقف ونلري ، باذن الله  حماس غورځنګ ژوندی دی او ژوندی به وي.

 مونږه د تیر وخت په شان تل د مجاهدینو او مخلصو مبارزانو  سره ولاړ یو. بتوفیق من الله و عونه.

زه د خپل ورور یحیی السنور د شهادت له امله د هغه کورنۍ، ملګرو او د جهاد ټولو مینه والو ته  مبارکي او تسلیت وړاندې کوم .

وعليکم السلام علي عبدالله الصالحين

سيد علي خامنه اي

 

دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر یحیی السنور داکتوبر په شپاړسمه نیټه دغزې په جنوب کښې په رفح ښار کښې له صهیونیسټی نیواکګر دښمن سره په جنګ کښې شهید شو .

 

مهم ټکي : د انقلاب ستر رهبر، یحیی السنور، د صهیونیسټ رژیم ماتې، حماس او غزې

 

H.K