د مسکو په نړیوال نندارتون کې له ایراني هنر څخه پراخ هرکلی
پارس ټوډې – د معاصر هنر نړیوال نندارتون په مسکو کې د ۵۰ ایراني هنرمندانو د آثارو په نندارې سره په داسې حال کې ترسره شو، چې د تنظیم کوونکو په وینا، د روسیې بازار ته د ایراني هنرمندانو د ننوتلو په لور یو ګام بلل کېدای شي.
په دغه درې ورځني نندارتون کې چې د یکشنبې تر ماښامه پورې په مسکو کې تر سره شو، د هنر مینوالو د ایران د معاصرو هنرونو د زده کړې فرصت پیدا کړ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د کاسموسکو(Cosmoscow) د معاصر هنر په نړيوال نندارتون کې، د ايراني هنرمندانو آثارو ته يوه جلا برخه ځانګړې شوې وه، چې پکې ۵۹ نقاشي او ۹ هنري آثار په پنځو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي وو؛ هغه آثار چې روسیې ته د څلورو ایراني ګالریانو لخوا راوړل شول.
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت کلتوري سلاکار مسعود احمدوند په دغه نندارتون کې د ایراني آثارو پراخ هرکلي ته په اشارې سره وویل: ایراني هنرمندانو په خپلو آثارو کې د بډایه تاریخ په لرلو سره، ملي او نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی.
د ایران د هنرونو دغه نندارتون، په مسکو کې د ایران د سفارت د کلتوري سلاکار په همکارۍ او د روسیې د کلتوري شرکت په ملاتړ سره چې د روسیې او ایران ترمنځ د کلتوري ډیالوګ د رامنځته کولو په زمینه کې فعالیت لري، جوړ شو.
د دغه شرکت اجرایي رئیس په دې باور دی چې ایران او روسیه د اړیکو د پراختیا، څېړنې او د پوهې د پراختیا، د متقابلو ګټو او د دوستۍ، خبرو اترو او همکارۍ په ګډون ډېر مشترکات لري.
کلیدي کلمې: د روسیې د معاصرو هنرونو نړیوال نندارتون، ایران او روسیه، د د ایراني هنرمندانو آثار، ایراني نقاشي