د ایران له خوا به پر اسرائيلو دریم سترګوزارکله وشي؟
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران د اسرائیلو د رژیم وروستي حملې ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د غبرګون له حقه ندې تیر شوې او دغه حملې ته به په خپل وخت او مناسب شکل ځواب ورکړی.
سحاب چینل د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د عمومی قوماندانۍ له قوماندانانو او کارکوونکو سره په کتنه کښې وویل: ایران په رسمی توګه نړیوالو ته اعلان کړی دی چې په ایران د صهیونیسټی رژیم وروستی حمله یو نوې یرغل او د ځواب وړ دی.
عراقچي همدارنګه د « وعده صادق ۳» عملیاتو د اجرا وخت ته اشاره وکړه او ویې ویل: په تېرو دولسو میاشتو کښې په تېره بیا ایران ډېر خاص او په هوښیارتیااو درایت سره عمل کړی او فیصلې یې احساساتي نه دي د وعده صادق 3 لپاره به هم همداسی وی .
عراقچی د دې خبرې په کولو سره چې هغه څه چی د جنګ مخه نیسي د جنګ لپاره تیاری دی، زیاته کړه: هغه دښمنان چې ګواښونه کوی د مقابل لوری د کمزورتیا په تمه دی او که کمزورتیا ووینی نو خپل کار به ترسره کړي ځکه دا ډېره مهمه ده چې د جګړې په شرایطو کې ټینګ او غښتلي ودریږو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې میدان او ډیپلوماسۍ یو له بل جلا نه دي او څرګنده یې کړه: ډیپلوماسۍ د قدرت په اساس حرکت کوي او که قدرت نه وي له ډیپلوماسۍ هیڅ هم نه شي ترلاسه کیدای.