د ایران له خوا به پر اسرائيلو دریم سترګوزارکله وشي؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154418-د_ایران_له_خوا_به_پر_اسرائيلو_دریم_سترګوزارکله_وشي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران د اسرائیلو د رژیم وروستي حملې ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د غبرګون له حقه ندې تیر شوې او دغه حملې ته به په خپل وخت او مناسب شکل ځواب ورکړی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 19, 2024 10:10 Asia/Kabul
  •    د ایران له خوا به پر اسرائيلو دریم سترګوزارکله وشي؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران د اسرائیلو د رژیم وروستي حملې ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د غبرګون له حقه ندې تیر شوې او دغه حملې ته به په خپل وخت او مناسب شکل ځواب ورکړی.

 سحاب چینل د مهر خبری آژانس له قوله راپور ورکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د اسلامی انقلاب د پاسدارانو د عمومی قوماندانۍ له قوماندانانو او کارکوونکو سره په کتنه کښې وویل: ایران په رسمی توګه نړیوالو ته اعلان کړی دی چې په ایران د صهیونیسټی رژیم وروستی حمله  یو نوې یرغل او د ځواب وړ دی.

عراقچي همدارنګه  د « وعده صادق ۳» عملیاتو د اجرا وخت ته اشاره وکړه او ویې ویل: په تېرو دولسو میاشتو کښې په تېره بیا ایران ډېر خاص  او په هوښیارتیااو درایت  سره عمل کړی او فیصلې یې احساساتي نه دي د وعده  صادق 3 لپاره  به هم همداسی وی .

عراقچی  د دې  خبرې په کولو سره چې  هغه  څه چی د جنګ مخه نیسي د جنګ لپاره تیاری دی، زیاته کړه: هغه دښمنان چې ګواښونه کوی د مقابل لوری د کمزورتیا په تمه  دی او که کمزورتیا  ووینی نو خپل کار به  ترسره کړي ځکه دا ډېره مهمه ده چې د جګړې په شرایطو کې ټینګ او غښتلي ودریږو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې  په ټینګار سره چې میدان او ډیپلوماسۍ یو له بل جلا نه دي او څرګنده یې کړه: ډیپلوماسۍ د قدرت په اساس حرکت کوي او که قدرت نه وي له ډیپلوماسۍ هیڅ هم نه شي ترلاسه کیدای.