امام خامنه ای:
ټوله د صهیونیستي ټروریستي ډلې مشران باید محاکمه شي
پارس تودی ـ د اسلامي انقلاب د رهبر د دفتر عبري پاڼه په ایکس ټولنه رسنۍ کې د صهیونیست رژیم په هکله د امام خامنه ای یوه جمله خپره کړې ده.
د اسلامي انقلاب د دفتر عبري پاڼه په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه ټوییټ کې په عبري ژبې باندې د صهیونیست جنایتکار رژیم د ټولو مشرانو د محاکمې په ضرورت ټینګار وکړ. د پارس ټودی له راپور سره سم، د امام خامنه ای په اکاونټ کې لیکل شوي: باید د صهیونیستي رژیم د ټولو سیاسي او فوځي مشرانو د ګرفتاری حکم صادر او محاکمه شي.
د پنجشنبې په ورځ، د هاګ د نړیوالې محکمې له خوا د صهیونیست رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د جنګ مخکنی وزیر یو آو ګالانت د ګرفتاری حکم صادر کړي. په دغه تاریخې حکم کې، نتانیاهو او ګالانت په غزې کې د مظلومو خلګو په خلاف د جنګي جنایاتو په تر سره کولو محکوم شوي دي.