ایران د کراټې په نړیوالو لوبو کې دویم مقام تر لاسه کړ
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د سړیو د کراټو کومیته ټيم د کراټو د نړیوال جام د اتلوالۍ دوهم مقام وګاټۀ.
د کراټو د نړیوال جام په لومړنی پړاؤ کې چې د اسپانیا په کوربتوب سره ترسره شو،دایران دسړیو تیمي کومیتې د اتلوالۍ دوهم ځائیګی ترلاسه کړی دی.
پارس ټوډې راپور ورکړی،دسیالیو په دغه پړاؤ کې د کاتا او کومیته په دوو برخو کې د ۳۴ هیوادونو څخه د اتیاؤ ټيمونو په چوکاټ کې ۳۸۸ کراټې بازو له یوه بل سره سیالۍ وکړې.
د نړئ د ټیمونو سیالۍ له دې مخکې د نړیوال جام د انفرادي سیالیو په بهیر کې ترسره کیدې، او سږ کال به په جلا توګه ترسره کیږي. په دې اړه، د اسپانیا نړیوال جام د ؛لومړي پړاؤ ؛ اصطلاح رابرسیره کړه.
د ایران د ملی ټيم د سړیو په کومیټه کې آسټریلیا، مقدونیه اوکرویشیا په په مقابل کې په برلاسي سره د خپلې ډلې دلومړي ټیم په توګه کوارټرفاینل ته لاره وموندله.
د ایران ټیم ورپسې د سلواکیه په مقابل کې د میچ په ګټلو سره نیمه نهائي مرحلې ته ورسید او په دغې مرحلې کې هم دخپل پخواني سیال جاپان په مقابل کې چې د آسیا اتلوالي ئې په ذهن کې وه، د صفر په مقابلې کې په درو پواینټونو ماته ورکړه او نهائي لوبو ته ورسید.
د ایران د کراټې د سړیو ملی ټيم چې د شهرام هروي په مشرۍ سره هدایتیږي ، په فائينل لوبو کې او د نړۍ د اتلوالۍ د ګټلو لپاره د مصر مقابلې ته ووت او په نهایت ې د اتلوالۍ دوهم مقام او ځائيګي په ګټلو سره ئې دسپینو زرو میډال په ګټلو باندې بسّنه وکړه.