د لبنان په خلکو کې د ایران د سپورټي څيرو شتون
پارس ټوډې – د ایران د فټبال پخواني ملی لوبغاړی او د فوټسال دملی ټیم کوچ او د کشتۍ د فیډریشن مشر د لبنان له خلکو سره د خواخوږئ لپاره ددغه هیواد په جنګ ځپلو سیمو کې شتون پیدا کړ.
د ایران د کشتۍ د فیډریشن علیرضا دبیر، دفوټسال دملی ټیم کوچ وحید شمسائي او د ایران د فوټبال دملی ټیم پخوانی غړي خداداد عزیزي د لبنان د بیروت په ضاحیّه جنګ ځپلو سیمو کې په شتون سره د لبنان د شهیدانو له کورنیو سره همدردي او خواخوږي وښودله.
پارس ټوډې راپور ورکړی، د ایران غوره سپورټي شخصیّتونه او څیرو و همنداراز د صهیونیسټي تیریګر او نیواکګر رژیم جنایتونه په سخته محکوم کړل.
د ایران درې سپورټي مخکښان بیا د لبنان د کډوالو په کیمپ کې حاصر شول او د دغه کیمپ له اوسیدونکو خلکو سرهئې خبرې وکړې او له هلکانو اوماشومانو سره ئې فوټبال لوبه وکړه.
د ایران مختلفو پرګنو په لبنان د صهیونیسټي رژيم د حملې د پیلیدا له وخت راهسې ، د لبنان مقاومت کونکی ملت لپاره ډيرې نغدي او غیر نغدی مرستې لیږلي دي.
د صهیونیسټ رژیم وحشي ډوله پوځ د ۲۰۲۴کال د ستمبر له ۲۳ نیټې څخه د لبنان په مختلفو سیمو پراخې توغندوي حملې او بمبارئ پیل کړې چې دغه حملې د لبنان د حزب الله له پریکنده ځواب سره مخ شوې.
خبری سرچینو په همداوروستیو کې وئيلي دي،د اسرائيلو او لبنان ترمینځ د اور بند موافقه پرون چارشنبې سهار وختي اجرائي شوې ده.