د ؛قیامت الارض؛ نومې ایراني -عراقي نمایش څخه د عراقیانو پراخ هرکلی
(last modified Mon, 13 Jan 2025 11:04:14 GMT )
Jan 13, 2025 15:34 Asia/Kabul
  • د ؛قیامت الارض؛ نومې ایراني -عراقي نمایش څخه د عراقیانو پراخ هرکلی

پارس ټوډې-د ؛قیامت الارض؛ میداني نمایش چې د ایرانیو او عراقیو هنرمندانو یو ګډ اثر دی،  دعراق د ولس له پراخ هرکلی سره مخ شوی دی .

د؛قیامت الارض؛ نمایش دعراق په ناصریه ښار کې  د ایرانیو او عراقیو هنرمندانو  ملګرتیا سره  او  دعراق د خلکود لسګونو زره خلکو(۵۰زره خلکو) هرکلي سره  خپل کار پاي ته ورساوه.

پارس ټوډې راپور ورکړی،دغه نمایش چې  په عراق کې ترټولو لوي میداني نمایش شمیرل کیږي،د حضرت آدم علیه السلام له  نزوله رانیولې د زمانې د ژغورونکي حضرت امام مهدي(عج) تر ظهور پورې  کیسه ئې انځور کړې ده او دعراق اوسمهاله پيښې په تیره بیا   د مقاومتي چورلیز شجاعتونه او میړنتوب روایتوي.

له دې مخکې قیامت الارض نمایش  په کربلا،بغداد،حلې،موصل او بصرې  ښارونو کې هم اجرا شوی  او ټاکل شوې ده، په ناصریه کې د اجرا له پاي وروسته،د عراق په نورو ښارونو کې  هم نندارې ته وړاندې شي.

د ؛قیامت الارض؛نومې میداني نمایش  د ایران او عراق د هنري ملګرتیا یوه ځلا ده چې  دغه  دوه ملتونو ژورې  تاریخي  او کلتوري  پیوندونه  لا رابرسیره کوي.