د ایران د لارې او ښار جوړونې وزیره جنیوا ته لاړه
د ایران د لارې او ښارجوړونې وزیره د ملګرو ملتو د ځمکني ټرانسپورټ د کمیټې UNECE په اووه اتیایمې غونډې کښې د ګډون لپاره د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ جنیوا ته تلی دی.
د ایران د لارې او ښارجوړونې وزیره د ملګرو ملتو د ځمکني ټرانسپورټ د کمیټې UNECE په اووه اتیایمې غونډې کښې د ګډون لپاره د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ جنیوا ته تلی دی.
پارس ټوډی د ایرنا له قوله لیکلي چې میرمن «فرزانه صادق مالواجرد» پرون جنیوا ته د رسیدو پر مهال په ویانا کښې په نړیوالو ارګانونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دائمي استازي او سفیر له هرکلي سره مخامخ شوه.
د ملګرو ملتو د ځمکني ټرانسپورټ د کمیټې غونډه، تر راتلونکې جمعې ورځې پورې دوام لري او د ایران د لارې او ټرانسپورټ وزیره به «د سیمې ترمینځ د ټرانسپورټي ارتباطاتو» په تخصصي غونډو کښې وینا وکړي.
هغه به نن هم «د ټرانسپورټ د راتلونکي» په چورلیزتوب سره د اقتصاد د نړیوالې ټولنې په غونډه کښې ګډون وکړي. دغه غونډه د مختلفو هیوادونو د وزیرانو په شتون سره ترسره کیږي او د نړیوال ټرانسپورټ راتلونکې ننګونې او فرصتونه به وجاجوي.