دغه د رازونو ډکه ایرانۍ کلا تاسې لرغونې زمانې ته بیایي + انځور
-
د رودخان د کلا دروازه
پارس تودی- د فومن د رودخان نومې کلا د ګیلان د ولایت یو له ټولو مشهوره سیل ځای دی.
د رودخان کلا بل نوم چي هزار پله ده، دغه کلا د جګو دېولانونو او د رازونو ډکه او پرتمینې ودانۍ په درلودلو سره، یوه پخوانی دفاعي ودانۍ بلل کیږي چي د خپل استراتیژیک موقعیت په خاطر په هیڅ یو جنګ کې د دښمن له خوا نیول شوې نه ده. د پارس تودی په دغه مطلب کې به تاسو د ګیلان له دغه پیاوړې او مضبوطه کلا سره، بلد شئ.
د ایران په شمال کې کلا
د رودخان کلا د ساساني د امپراتورۍ له پړاو سره تړاو لري (د ۲۲۴ میلادي کال نه نیولې بیا تر ۶۵۱ میلادي کاله پورې)
د رودخان کلا د حسامي په نامه هم یادیږي، دغه کلا د رودخان په کلي کې د فومن د ولسوالۍ په ځنګلونو کې واقع شوې ده، د دې کلا پراختیا ۲ اعشاریه ۶ هکټاره ده او ۶۵ برجونه لري، او ۱۵۰۰ مټره دېوال پر راګرځېدلی دی. له یرغلګر سره د مقابلې لپاره د کلا په دېوالونو کې د غښو د ګوزارونو او د اورجن موادو د تویولو لپاره سوړې جوړې شوي دي. دا کلا د فومن ښار په ۳۰ کیلومټرۍ کې واقع شوې ده.
د رودخان کلۍ اوسېدونکې په تالشي ژبې سره، چي د ایران له پخوانو ژبو څخه بلل کیږي، خبرې کوې. ځینې کارپوهان وایي چي دا کلا د ساسانیانو او په ایران باندې عربو د برید سره په هممهاله وخت کې جوړه شوې وه.
په کلا کې تر ټولو په ژوره برخه کې د اوبو چینه ده
ساتونکې د کلا په جنوبي اړخ کې ځای پر ځای شوې وه
ارګ د ودانۍ په لوېدیځه برخه کې په دوو چتونو کې له خښتو جوړ شوی دی. د کلا په ختیځه برخه کې دروازې دي.
دغه کلا له کاڼو او خښتو څخه جوړه شوې ده
د رودخان کلا بې له شکه د لرغوني ایران یو له ټولو ستر او نه ماتېدونکې کلاګانو څخه بلل کیږي.
د کلا په شمال ختیځه څنډه کې په دوو چتونو کې جوړه شوې ښکلې ودانۍ ده، او په جنوبي څنډه کې یو غر دی چي په کښې غار دی او هلته څارونکې وو چي د برید د لېدلو په صورت کې کلا ته سمدستي خبر ورکول.
رودخان کلا ته په کومه لاره ورشو؟
د رودخان د کلا لاره، د ملسکام او سید اباد له کلو تیریږي، بیا فومن دی چي له هغه نه ۲۱ کیلومټر لیري د رودخان د کلا پاریکنګ ته رسېږئ، بیا پاته دوه کیلومټره باید په پانکو باندې وخیږئ.