۸۱ ایراني پوهنتونونه د ټایمز آسیا په درجه بندۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i159484
پارس ټوډې – ایران د  ۸۱ پوهنتونونو  په درلودو سره، د ټایمز آسیا پوهنتونونو په درجه بندۍ کې له ترکیې وروسته، د اسلامي هېوادونو په منځ کې دویم مقام ترلاسه کړ.
(last modified 2025-04-30T02:05:14+00:00 )
Apr 30, 2025 06:31 Asia/Kabul
  • ۸۱ ایراني پوهنتونونه د ټایمز آسیا په درجه بندۍ کې

پارس ټوډې – ایران د  ۸۱ پوهنتونونو  په درلودو سره، د ټایمز آسیا پوهنتونونو په درجه بندۍ کې له ترکیې وروسته، د اسلامي هېوادونو په منځ کې دویم مقام ترلاسه کړ.

د ټایمز د درجه بندۍ اداره  په نړیواله کچه د درجه بندۍ یو له هغو نړیوالو معتبرو ادارو څخه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د لومړي ځل لپاره د خپلو نړیوالو درجه بنديو ترڅنګ، د آسیا پوهنتونونه درجه بندي کړل.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د اسلامي نړۍ د ساینس او ​​ټکنالوژۍ د حوالې او څارنې انسټیټیوټ (ISC) مشر محمد مهدي علویان مهر وویل: په ۲۰۲۵ کال کې د آسیایي پوهنتونونو د درجه بندۍ په وروستي راپور کې، د ایران ۸۱ پوهنتونونه شامل وو، چې له دې جملې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ۴ پوهنتونونه د آسیا د غوره ۱۰۰ پوهنتونونو په ډله کې وو.

علویان مهر زیاته کړه: د آسیا ټایمز په ۲۰۲۵ کال درجه بندۍ کې، له ۳۵ هېوادونو څخه ۸۵۳ پوهنتونونه شامل دي. لکه د تېرو کلونو په څېر، جاپان د ۱۱۹ پوهنتونو په درلودو سره، په دې درجه بندۍ کې د پوهنتونونو ترټولو لوی شمېر لري، ورپسې هند په ۱۰۷ ښوونیزو مؤسسو سره په ورپسې ځای کې دی.

د ټایمز اسیا درجه بندۍ ۲۰۲۵ کې د پوهنتونونو د شمېر له مخې د ایران ونډه ۸۱ پوهنتونونه دي، چې په دې درجه بندۍ کې د پوهنتونونو شاوخوا ۱۰.۵۳ سلنه برخه پکې شامله ده.

د شریف صنعتي پوهنتون، د امیر کبیر صنعتي پوهنتون، د ایران د علم او ​​ صنعت پوهنتون، د تهران پوهنتون او د تهران د طبي علومو پوهنتون په ترتیب سره په ایران کې له لومړي څخه تر پنځم مقام خپل کړی دی.

د ISC انسټیټیوټ د مشر په وینا، د آسیا براعظم د اسلامي هېوادونو په منځ کې، د ۲۰۲۵ کال په درجه بندۍ کې له ۲۰ اسلامي هېوادونو څخه ټولټال ۳۸۱پوهنتونونه شامل دي.