د ایران اکسپو، د ایران د وړتیاوو او توانمنیو نښه
(last modified Sun, 11 May 2025 09:09:18 GMT )
May 11, 2025 13:39 Asia/Kabul
  • د ایران اکسپو، د ایران د وړتیاوو او توانمنیو نښه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د  ایران اکسپؤ نومې نندارتون په مناسبت د ایران د وړتیاؤ او توانمنیو  په اړه له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله  ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو د "ایران اکسپو" یا "د ایران د صادراتی وړتیاوو  او توانمنیو نړیوال نندارتون" د ایران او نړۍ ترمینځ یو کلتوري پَل دی چې اووم پړاؤ ئې په تهران کې د ایرانيو شرکتونو او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د سوداګرو او تاجرانو په ګډون ترسره شو.

د ایران اکسپو (IRANEXPO) یو مهم او اغیز شیندونکی نندارتون دی چې په ایران کې د نړیوالو نندارتونونو  په ترټولو باؤری نندارتونونو کې شمېرل کېږي. دا نندارتون د ایران  د اسرلامی جمهوریت د سوداګرۍ پراختیا د ادارې په ملاتړ سره د کلتوري، تجارتي  او ټکنالوژیکي مبادلو لپاره یو بې‌ساری فرصت برابروی. دا کلنی نندارتون بېلابېل موخې لري، لکه د ایران وروستی صنعتي، سوداګریز او کلتوري لاسته راوړنې او نوښتونه ئې نړۍ ته ورپېژندل، نړیوالې سوداګریزې اړیکي پیاوړي کول او بهرنۍ پانګونې جذبول. 

اووم نندارتون د روان کال د غويي له ۸ څخه تر ۱۲ پورې (د اپریل ۲۸ څخه د مئ تر  ۲ پورې) د تهران د نړیوال نندارتون په مرکز کې ترسره شو. دا نندارتون د ایران غیر تیلي صادراتي توکو د لا زیاتې پېژندنې او د سوداګریزو چینلونو د پراختیا په موخې سره  له ۱۱۰ هېوادونو دڅلور زره( ۴۰۰۰ ) بهرنیو غوښتونکو په ګډون جوړ شوی و. ګډونوالو د ایران صنعتي وړتیاوو سره د بلدتیا  ترڅنګ د پانګونې او سوداګریزو ملګرتیاؤ فرصتونه هم وڅېړل. 

د دغه نندارتون  پر اقتصادي ارزښت سربیره، په داسې دور کې چې د ایران پر ضد په نرم جنګ کې د روایتونو جګړه ډیره فعاله ده، ایران اکسپو نړیوړال نندارتون، یوازې د صادراتی محصولاتو د وړاندې کولو نندارتون نه ډ، بلکې د ایران د سم انځور د نندارې او په ټکنالوژئ، صنعت، اقتصاد، علم او  د هنر په برخو کې د ایرانيو وړتیاوو او پرمختګونو د ښودلو یو بې‌ساری فرصت و. دا پیښه د سوداګریزو خبرو اترو، د ملګرتیاؤ تړونونو لاسلیکولو او د  نړیوالوچینلونو د پراخولو لپاره مناسب فرصت برابر کړ او د غیر تیلي صادراتو په پراختیا، د بهرنیو  پانګونو د  جذبولو او د نړیوالې سوداګرۍ په ډګر کې د ایران د مقام په لوړولو کې ئې اساسی  رول ولوباوه.

Image Caption

 

 دوستانو دا نندارتون چې تر دې دمه ئې  شپږ بریالي پړاوونه تېر کړي، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او سوداګرو په پراخ  ګډون سره د ایرانيو محصولاتو او خدماتو د وړاندې کولو او پېژندنې ځاي ګرځېدلی دی. د ایران د صادراتی وړتیاوو او توانمنیو  نندارتون د تخصصي برخو په  سمارټ ډول سره ئې د هیواد د صادراتو پر  چورلیز اقتصادي وده نندارې ته وړاندې کړه. دا پیښه په څلورو اصلي برخو کې منظمه شوې وه: 

لاسي صنایع او دوديز هنرونه: د قم، کاشان او تبریز له نفیسو غاليو(ګلیم)  څخه نیولې د اصفهان تر میناکاریو  او د شیراز  تر خاتمکاريو او تر سلګونو نورو لاسي صنایعو پورې، چې د ایران کلتوري  خوندیتوب او د نړیوالو لوکسو بازارونو د جذبولو وړتیا یې ښئي. 

ټکنالوژي او نوښت:  د فین‌ټیک (مالي ټکنالوژئ)، مصنوعي دهانت (آرټيفیشل اینټلیجنس)  او مدیریتي سافټ ویرز یا نرم آوزارونو  په برخې کې سټارټ‌اپونه چې په ډیجیټل دوران کې د ایران سیالي کولو وړتیا ښئي. 

کرهڼه او ارګانیک محصولات؛د قایناتو  له سرو زعفرانو څخه رانیولې د جنوبي سیمو تر  غوره خرماوو پورې، چې د ایران د  آب و هوا او موسم د ډولوالي  ګواهي ورکوي.

           پيټرو کیمیکل  او پاکې انرژۍ؛  د شنو چانځایونو او  فرعي تیلی  محصولاتو وروستئ لاسته راوړنې چې د بهرنیو پانګوالو پام ئې ځان ته اړولی دی.

د کوچنیو او مینځنیو شرکتونو لپاره په دغه نندارتون کې ګډون یوازې د ایرانيو محصولاتو خرڅولو معنا نه درلوده، بلکې د ISO، CE او HALAL په څېر نړیوالو معتبرو سندونو د ترلاسه کولو فرصت هم و، چې د نړیوالو سیالي کوونکو بازارونو ته د واریدیدا پاسپورټ بلل کېږي. په دغې پیښې کې د اروپا او آسیا د معیاري سندونو صادرونکو  اورګانونو کارپوهانو په مستقیم ډول د محصولاتو کیفیت وڅېړه او ایرانيو تولیدوونکو سره ئې د دغو قیمتي سندونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه. 

د دغه نندارتون یوه مهمه برخه د ایران لاسي صنایعو وړاندې کول وو، چې د دوی ډولوالی، خوندیتوب او تاریخي ارزښت له امله ئې له پراخ هرکلي سره مخ شول.

د لاسي صنایعو صادرات د هر هېواد د کلتوري سمبولونو د پېژندنې یوه لاره ده، چې نه یوازې د هغه هیواد هویت او بډایه تاریخ منعکسوي، بلکې د عاید یوه مهمه سرچینه هم بلل کېږي. دا هنري محصولات، چې د هنرمندانو په لاسونو او د طبیعي خامو موادو په کارولو سره جوړېږي، ځانګړي کلتوري او تاریخي ارزښتونه لري. د لاسي صنایعو اقتصادي او کلتوري ارزښت دومره لوړ دی چې نن ورځ ډېری هېوادونه د لوړ ارزښت لرونکي صادراتی صنعت په توګه په لټه کې دي. 

       په وروستیو کلونو کې د پایښت لرونکو لاسي محصولاتو (Sustainable Handmade Products) غوښتنه د مصرف کوونکو د چاپېریال دوستانه او ټولنیز مسؤلیت لرونکو انتخابونو له امله زیاته شوې ده. د ژواک چاپيریالانو د  بدلونونو او زیانونو په اړه د مخ په زیاتېدونکو اندېښنو له امله، نړیوال مصرف کوونکي د هغو محصولاتو په لټه کې دي چې په سیارې باندې لږې  منفي اغېز ولري. له همدې امله، پایښت لرونکي لاسي محصولات، چې معمولاً د تجدید وړ یا بیا کارول شويو موادو څخه جوړېږي او د چاپېریال دوستانه تولیدرودې  کاروي، په زیاتېدونکي توګه غوښتنه لري. 

د نړیوالو لاسي صنایعو بازار د چټکې ودې او د ځانګړو او لاسي محصولاتو د غوښتنې د زیاتوالي له امله، د لاسي صنایعو صادرات د تولیدوونکو هیوادونو لپاره یو مهم اقتصادي فرصت ګرځېدلی دی. ایران، چې د بډایه تاریخ او کلتور خاوند دی، د لاسي صنایعو د تولید او صادراتو په برخه کې سترې وړتیاوې لري. د ایران لاسي صنایع، لکه غالۍ، خټین لوخي ، نقره‌کاري، ټوکر او نور ډېر څه، تل په نړیوالو بازارونو کې د پاملرنې وړ وي. 

د لاسي صنایعو صادرات نه یوازې د سوداګریو اقتصادي حالت ښه کولو کې مرسته کوي، بلکې د ایراني کلتور او هنر نړیوالې پېژندنې ته هم لاره هواروي.

          دوستانو  ایران اکسپؤ نومې نړیوال نندارتون په باب ددغه ځانګړی مطلب وخت هم همدومره ؤ ، نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن  خدای سپارو.

(سیماب)

*********************************************