ونزوئلا ته د ایران جوړ BCG واکسن د جوپې تسملېده
(last modified Wed, 14 May 2025 08:30:40 GMT )
May 14, 2025 13:00 Asia/Kabul
  • ایرانی BCG واکسن
    ایرانی BCG واکسن

پارس تودی- په درملیزو او روغتیایي ډګرونو کې د ایران او ونزوئلا د دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې، ونزوئلا د ایران جوړ د BCG واکسن ۷۰۰ زره ډوزه تر لاسه کړ چي په دې هیواد کې د ماشومانو د خوندیتوب د ملي پروګرام سره د مرستې لپاره کارول کیږي.

دغه واکسن د ټوبرکلوز یا د سیل د مخنیوي لپاره دی او هغو کسانو ته لګول کیږي چي وار له مخکې، په دې ناروغۍ باندې مبتلا شوي نه وي. د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران جوړ د BCG واکسن ۷۰۰ زره ډوزه چي د هوا له لارې ونزوئلا ته استول شوي و، د چهار شنبې په ورځ د دې هیواد پلازمینې کاراکاس نړیوال هوایي ډګر سیمون بولیوار ته ورسیدی او روغتیایي چارواکو ته ور وسپارل شو. دغه اقدام د دواړو هیوادونو تر مینځ د علمي، ټکنالوژیکې او روغتیایي همکاریو د پراختیا په لړ کې تر سره شوی دی.

د ونزوئلا د ټکنالوژیو او د علومو وزیرې ګابرېلا جیمنز د دې جوپې د ترلاسه کولو په مراسمو کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د قدرونې په ترڅ کې وویل چي دا جوپه ډېر به د ونزوئلا په روغتیایي مرکزونو او روغتونو کې وویشل شي.

د ونزئلا د روغتیا د وزیر مرستیال خسوس اوتسکوچه آ، د واکسنونو د برابرولو په برخه کې د دواړو هیوادونو ژمنتیاو ته په اشارې سره، په دې برخه کې د همکاریو په اهمیت ټینګار وکړ او وویل: د دې واکسنونو رسېدا، د کاراکس او تهران تر مینځ د ګډو همکاریو یوه برخه وه، چي د ۲۰۲۲ میلادي کال را په خوا پیل شوي او په ترڅ کې یې د ایران د پاستور انستیتو او د ونزوئلا د علمي څېړنو موسسې، له یو بل سره، د تجربیاتو او د څېړنو او درملو د تولید په څانګو کې همکاري کوي.