ټرامپ په خیالونو کې ډوب دی
(last modified Wed, 14 May 2025 10:25:42 GMT )
May 14, 2025 14:55 Asia/Kabul
  • ټرامپ په خیالونو کې ډوب دی

پارس تودی- د ایران د اسلامي شورا رئیس د چهار شنبې په ورځ وویل: د امریکا د ولسمشر وېناوې وښودلې چي هغه په خیالونو کې ډوب دی، ټرامپ د دې په ځای چي د ایران د داخلي حالاتو اندېښنه وکړي، په دې فکر کې دې ووسي چي په امریکا کې تر ټولو د ناخوښه ولسمشر ریکارډ جوړ کړی دی.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د اسلامي هیوادونو د بین المجالس په نولسمه غونډه کې وویل: په لوېدیځه اسیا کې د ګډوډیو جرړه له صهیونیستي مافیا څخه د امریکا د رژیم په ملاتړ کې نغښې ده او د دې نیواک او جنایت سره په مخالفت کې د سیمې خلګ مقاومت ته مخه اړولې ده. د ایران د پارلمان مشر زیاته کړه: په مقاومت باندې د خلګو د باور په هکله همدومره بس دی چي تر ټولو په وروستي نظرغوښتنه کې چي په غزې او د اردن د سیند په لویدځه غاړه کې وشوه، له یو نیم کال بمباریو وروسته، د فلسطین مقاومت له ټولو نه په زیات واټن سره، محبوبیت لري.