په ایران کې د روسیې د کلتوري اونۍ ترسره کېدل
(last modified Wed, 11 Jun 2025 07:24:48 GMT )
Jun 11, 2025 11:54 Asia/Kabul
  • په ایران کې د روسیې د کلتوري اونۍ ترسره کېدل

پارس ټوډې - د روسیې کلتوري اونۍ به د ۲۰۲۵  کال د جون له ۱۰ څخه تر ۱۵ | د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې د تهران او اصفهان په ښارونو کې ترسره شي.

دا پېښه به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ او متقابل تفاهم یو ځلېدونکی سمبول وي او د روسیې د کلتوري بډایتوب او هنري تنوع څرګندونه به وکړي.

په تهران کې پلان شوي پروګرامونه په لاندې ډول دي:

په ایران کې د روسیې د کلتوري اونۍ ترسره کېدل

د پرانیستې مراسم د روسیې د دولتي لوی سمفونيک آرکسټر لخوا او له داغستان څخه د ملي لزګینکا ډله چې د پیوتر چایکوفسکي په نوم نومول شوې، او د نیکولای اوسپییف د دودیزو روسي وسایلو ملي آرکسټر څخه د بالالایکا غږوونکي الکساندر نیکولایچوک لخوا په یوې اجرا سره.

وخت: د جون ۱۰ | د غبرګولي ۲۰

ځای: د وحدت تالار، په دې مراسمو کې ګډون وړیا دی، یوازې د بلنې ترلاسه کولو او د واټساپ له لارې د مخکینۍ نوم لیکنې وروسته.

د سنت‌های زنده روسیه" په عنوان سره د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو نندارتون

وخت: د جون له ۱۰ څخه تر ۱۵ | د غبرګولي له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې، د غرمې له ۲  څخه د شپې تر ۸ پورې

ځای: د نیاوران فرهنگسرا

په دې مراسمو کې ګډون د ټولو لپاره آزاد دی.

د روسیې د فلم فسټیوال

وخت: د جون له ۹ -۱۳  | د غبرګولي له ۱۹ - ۲۳، ۶:۰۰ ماښام

ځای: د تهران د کتاب باغ

 ګډون دټولو لپاره آزاد دی.

 

په اصفهان کې ټاکل شوي پروګرامونه په لاندې ډول دي:

د پرانیستې مراسم د پیوتر چایکوفسکي په نوم د روسیې د دولتي لوی سمفوني آرکسټر په اجرا سره

وخت: د جون ۱۲ | د غبرګولي ۲۲

ځای: دسیټي سنټر د پلور مرکز

د روسیې د فلم فسټیوال

وخت: د جون له ۱۰ - ۱۲ | د غبرګولي له ۲۰ - ۲۲، ۶:۰۰ ماښام

ځای: دسیټي سنټر د پلور مرکز

ګډون دټولو لپاره آزاد دی.

په تهران او اصفهان کې د پرانیستې مراسمو او کنسرټ لپاره د وړیا بلنې ترلاسه کولو لپاره، مهرباني وکړئ خپله غوښتنه، د خپل بشپړ نوم او د کسانو له شمېر سره، د واټساپ له لارې لاندې شمېرو ته واستوئ:

تهران: ۰۹۹۳۸۱۴۷۲۲۶ اصفهان: ۰۹۳۰۷۷۸۳۴۵۸

ټولو مینوالو ته بلنه ورکول کېږي چې په دې کلتوري مراسمو کې په ګډون سره، د روسیې له بډایه هنر او موسیقۍ سره آشنا شي.