ایران د امریکې او صهیوني رژیم د بدماشۍ مخې ته ولاړ دی
Jul 08, 2025 12:05 Asia/Kabul
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: ایران په پوره توان سره د امریکې او صهیوني رژیم د بدماشۍ په وړاندې اودرید.
جنرال عبدالرحیم موسوي د قطر د وزیراعظم له مرستیال او د دفاعي چارو د وزیر له صلاحکار سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: د ایران حقانیت په ۱۲ ورځني تپلي جنګ کښې نړیوالو ته ثابت شو او دنیا ته هم ثابته شوه چې امریکا او صهیونیسټي رژیم د هیڅ نړیوالو اصولو او قوانینو پابندي نه کوي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز همداشان یادونه وکړه چې امریکې په دغه ۱۲ ورځني جنګ کښې له صهیونیسټي رژیم سره له هیڅ ډول مرستې ډډه ونه کړه خو د ایران وسله والو ځواکونو په قدرت سره تیري ګرو ته ځواب ورکړ.
ټیګونه